د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

اوکرایني چارواکي: له روسیې سره مقاومت لپاره د ځواک انډول ته اړتیا ده


د اوکراین په لوهانسک کې اوکراینی سرتېری له روسي ځواکونو سره د جګړې پرمهال
د اوکراین په لوهانسک کې اوکراینی سرتېری له روسي ځواکونو سره د جګړې پرمهال

د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په زور اخیستو سره اوکرایني چارواکي وايي، چې هېواد یې له روسیې سره د ځواک انډول ته اړتیا لري.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال والیرې زالوژني ویلي، چې په ختیځو سیمو کې د دوی پوځ د روسیې د توپچي ځواک په حملو کې سخت زیان اوښتی دی نو ځکه باید نورې وسلې ورکړل شي څو وضعه سمه کړي.

هغه په دې اړه له خپل امریکايي سیال جنرال مارک میلي سره ټیلیفوني خبرې هم کړي دي.

اوکراین د فبروري په ۲۴مه د روسیې له یرغل وروسته له لویدیځو متحدانو څخه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړې خو وايي، نورې وسلې هم غواړي څو د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.

روسیې چې په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ باندې تمرکز زیات کړی دی هلته یې په درنو توپچي او راکټي بریدونو سره اوکراین اړ کړی چې کرار کرار د جګړې د ډګر له یوه اصلي ښار سېوېرودونېڅک څخه راووځي.

اوکرایني چارواکي وايي، د مقاومت د دې وروستۍ جبهې د ساتلو لپاره ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د اوکراین جګړه څلورمې میاشتې ته رسېدلې او ورسره تازه له سېوېرودونېڅکه اوکرایني عسکرو ته د شاتګ امر شوی چېرته چې څو اوونۍ کوڅه په کوڅه جنګ روان وو او تر څنګ یې ښار د توپچي او راکټي ډزو په خاطر تر ډېره تخریب شوی دی.

اوکراین دغه شاتګ ته د یوې موقع په سترګه ګوري څو نوي اهداف وساتي او د مرګژوبلې مخه ونیسي خو بر عکس روسیه دغه پرمختګ یوه مهمه بریا یادوي.

د سېوېرودونېڅک په سقوط سره به په لوهانسک سیمه کې د اوکراین تر کنټرول لاندې یواځې یو ښار پاتې وي چې هغه د سېویرسیکي دونیڅ د سیند پورې غاړې ته پروت د لیسچانسک ښار دی.

لیسچانسک هم له ګواښ سره مخ دی ځکه د ښار ۳۵ کیلومترۍ کې د هیرسک ولسوالي په بشپړه توګه د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوې ده.

د لیسچانسک د لویې لارې په غاړه بل پروت کلی میکولایفکا هم د روسانو لاس ته لوېدلی دی.

په دې اړه د لوهانسک پوځي والي سرهي هېدای په خپل ټېلېګرام باندې خبر ورکړی.

اخوا د بریتانیا دفاع وزارت نن راپور ورکړی، چې روسي چارواکو د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د عملیاتي مسایلو په خاطر خپل ګڼ جنرالان له دندو لرې کړي دي.

معلومه نه ده چې روسیې ولې دا کار کړی خو مخکې ویل کېدل چې د اوکراین مدافعینو له روسیې سره جګړو ته زور ورکړی او په ځینو سیمو کې یې د روسانو د محاسبې په خلاف ډېر مقاومت کړی دی.

امریکا متحده ایالتونو هم د اوکراین د جګړې له پيله له دغه هېواد سره د روسیې د یرغل په وړاندې پوځي او بشري مرسته کړې ده.

تازه د جون په ۲۳ سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یې اوکراین ته تازه پوځي مهمات ورکړي چې د اوږده واټن ویشتونکي څلور راکټي سیسټمونه هیمراس یې لویه برخه جوړوي.

XS
SM
MD
LG