د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ سیاست مشر ایران ته رسېدلی


د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکی د اټومي مذاکراتو د بیا پیل لپاره تهران کې خبرې کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره ایراني چارواکو سره خبرې کوي.

هغه مخکې له دې چې د جمعې په ورځ تهران ته ورسېږي په خپل ټویټر کې ولیکل چې دیپلوماسي د اټومي تړون بشپړ تطبیق او د اوسني کړکېچ د ختمولو یواځنۍ لار ده.

بوریل نن د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نورو چارواکو سره خبرې کوي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل، چې دوه اړخیز روابط، سیمه ییز او نړیوال مسایل او د بندیزونو د لرې کولو د هلو ځلو وروستي وضعیت په هکله خبرې کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

تهران د نړۍ شپږو لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون کې دا ومنله چې خپلې جنجالي اټومي هلې ځلې د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې محدودوي.

خو دغه تړون وروسته له دې چې امریکا ۲۰۱۸ کال کې ترې بهر شو له منځه لاړ.

واشنګټن په ایران خپل سخت بندیزونه بیا وضع کړل او ایران هم د تړون له ژمنو ترشا شو.

تهران چې ټینګار کوي اټومي پروګرام یې پوځي اهداف نه لري د تېر یونیم کال راهیسې د تړون د ژوندي کولو لپاره په ویانا کې جرمني، فرانسې، بریتانیا، روسیې او چین سره مستقیمې او امریکا سره غیرمستقیمې خبرې درلودې.

دغه خبرې تېره مارچ میاشت کې یو نوي تړون ته نږدې شوې خو اپرېل کې ناڅاپي ودرېدې.

ایران او امریکا یو بل تورن کړل، چې د باقي مسایلو د حل لپاره سیاسي تصامیمو کې پاتې راغلل.

ایران د روانې جون میاشتې پيل کې وویل، چې د خپلو اټومي تاسیساتو څخه یې د ۲۷ څارونکو کامرو لرې کول پیل کړل.

دغه اقدام د لوېدیځ لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو د څارنې امکانات نور هم محدود کړل.

اینریک مورا په اټومي مذاکراتو کې د اروپایي ټولنې استازي د پنجشنبې په ورځ جوزیپ بورېل او د اټومي خبرو لپاره امریکایي استازي رابرت میلي سره د ماښام میلمستیا وروسته خپل یو تصویر خپور کړ.

ښاغلي مورا وویل، چې واشنګټن تړون ته ستنېدو لپاره خپل قاطع تصمیم تکرار کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG