د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د پير سيد ابراهيم ګيلاني د کورنۍ غړيو نوموړي سره د بد چلند د څېړنو غوښتنه کړې


پیر سید ابراهیم ګیلاني
پیر سید ابراهیم ګیلاني

د پیر سید ابراهیم ګیلاني د کورنۍ غړي په پکتیکا کې د نوموړي د نیول کېدو او ورسره د بد چلند په اړه د څېړنو غوښتنه کوي.

د چهارشنبې په ماښام په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په هغې کې ښاغلی ګیلاني په داسې حال کې ښېي چې وسله والو کسانو نیولی او سپکاوی یې کوي.

د پیر سید ابراهیم ګیلاني د کورنۍ یوه غړي ازادي رادیو ته وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.

هغه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل نوم یې خپور شي؛ وویل، وسله والو کسانو غوښتل چې ابراهیم ګیلاني ووژني.

وسله والو کسانو ښاغلی ګیلاني له نیولو وروسته د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته بېوه او د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې ته یې وسپاره.

خو هلته د طالبانو د دې ادارې کارکوونکو له ښاغلي ګیلاني سره ښه چلند وکړ او نوموړی یې تر ګردېز ښاره بدرګه کړ.

تر اوسه پورې څرګنده نه‌ده چې د دې کار عاملان څوک وو.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا عمل غندلی او ویلي چې هیڅوک حق نه لري چې له بل چا سره دا ډول چلند وکړي.

مجاهد دا هم ویلي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات کېږي او عاملانو ته یې سزا ورکول کېږي.

د پیر ګیلاني د کورنۍ غړیو ازادي رادیو ته ویلي، دوی غواړي چې د دې پېښې عاملان محاکمه شي او عمل یې بې ځوابه پاتې نه‌شي.

د پير سيد احمد ګيلاني مريدان
د پير سيد احمد ګيلاني مريدان

په یوه ویډیو کې له ۷۵ کلن ابراهیم ګیلاني څخه غوښتل کېږي چې د قنود دعا ولولي، په بله کې لیدل کېږي چې له نوموړي سره تاوتریخوالی کېږي.

XS
SM
MD
LG