د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د سیورو-دونیڅک ښار کې جګړه؛ زلیسنکي له کییف بهر سفر کړی


زلیسنکي د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لومړي وار لپاره د اوکراین په جنوب کې میکولایف ښار وکوت.
زلیسنکي د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لومړي وار لپاره د اوکراین په جنوب کې میکولایف ښار وکوت.

په داسې حال کې چې د اوکراین ځواکونه د سیورو-دونیڅک ښار په شا و خوا کې د روسي پوځیانو پر خلاف په جګړه بوخت دي، د اوکراین ولسمشر له کییف بهر یو نادره سفر وکړ.

که څه هم روسي ځواکونو پر لیسیچانسک ښار چې د سیورسکي دونیڅ سیند پر غاړه پروت دی، سختې بمبارۍ پیل کړي، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلیسنکي پرون شنبه له پلازمېنې کییف بهر یو نادره سفر وکړ.

هغه د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لومړي وار لپاره د اوکراین په جنوب کې میکولایف ښار وکوت.

د اوکراین پوځ وايي، په لیسچانسک سیمه کې د اوکرایني پوځیانو پر سنګرونو او ملکي بنسټونو د روسي ځواکونو د توپچي ځواک راکټي او د هاوانونو پرله پسې ویشتل دوام لري.

بلخوا د بریتانیا دفاع وزارت هم پرون په خپل ورځني بولټن کې ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې روسي ځواکونو احتمالاً د ایزیوم ښار په جنوب کې چې د سیورو-دونیڅک ښار په ۱۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی، له شمال څخه د دغه ښار د کلابندۍ لپاره بیا پرمختګونه کړي دي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن کییف ته د سفر پرمهال
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن کییف ته د سفر پرمهال

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن کییف ته تر یوه نااعلان شوي سفر وروسته وویل، لویدیځ باید له روسیې څخه د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره له اوکراینیانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

به همدې حال کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف پرون په سن پیټرزبورګ کې د هغو راپورونو په اړه چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سیمو د رسمیت پېژندلو د احتمال په اړه ورکړل شوي وو، وویل: «موږ نه ټایوان، نه کاسوو، نه جنوبي اوسیتیا او نه هم ابخازیا په رسمیت پېژنو، په ډېر حتمال دغه اصل د هغو دولتونو په اړه صدق کوي، چې زموږ په نظر لوهانسک او دونیڅک دي.»

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سن پټرزبورګ په نړیواله اقتصادي غونډه کې پر اوکراین د مسکو د یرغل دفاع وکړه، خو د بریتانیا صدراعظم وویل، که پوتین د بریا ادعا وکړي، دا به یوه غمیزه وي.

د اوکراین چارواکو ویلي، چې کییف په پام کې لري له روسیې سره د سولې خبرې د اګست میاشتې تر پایه بیا له سره پیل کړي، هغه هم د حملې ضد د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته.

د اوکراین مخکښ مرکچي ډېوېډ اراخامیا له امریکا غږ تلوېزیون سره په مرکه کې له جزییاتو ورکولو پرته ویلي، دی په دې باور دی، چې دغه خبرې له درېدلي حالت سره مخامخې شوي او اوکراین به په بېلابېلو سیمو کې د روسیې ضد حملې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG