د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ زمری ۱۴۰۱ کابل ۰۹:۴۴

د طالبانو حکومت: ټول هوايي ډګرونه فعاله او الوتنې ترې کېږي


کابل نړيوال هوايي ډګر

د طالبانو حکومت د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې د الوتنو د پیل خبر ورکوي او وايي افغانان او بهرني وګړي کولای شي بهر ته او افغانستان ته تګ راتګ وکړي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې بهرني هوايي شرکتونه هم افغانستان ته الوتنې لري.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان ټول نړیوال او کورني هوايي ډګرونه فعال دي.

دا وزارت وايي، اوس مهال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان، ازبکستان، ایران، ترکیې او روسیې ته الوتنې کېږي.

د نوموړي وزارت ویاند امام الدین احمدي تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې د یو شمېر بهرنيو هوايي شرکتونو لکه د ایران د ماهان او تابان، د قطر ایروېز، پي آی اې او د بهرنیو چارتر الوتکو الوتنې هم د هېواد له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه کېږي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو حکومت د غبرګولي په ۱۴مه نېټه د پلازمېنې کابل او د کندهار، هرات او مزارشریف د هوايي ډګرونو د عملیاتي او امنیتي چارو مسوولیت یوه اماراتي شرکت ته وسپاره.

کمک های بشری بین المللی نیز در این اواخر از طریق میدان هوایی کابل به افغانستان فرستاده میشود
کمک های بشری بین المللی نیز در این اواخر از طریق میدان هوایی کابل به افغانستان فرستاده میشود

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې افغانان او بهرنیان په عادي ډول بهر ته او له بهر څخه هېواد ته تګ راتګ کولای شي.

نوموړي وويل: "هوايي ډګرونه فعال دي. نورمال خدمات وړاندې کوو. له افغانستان څخه هره ورځ بهر ته الوتنې کېږي په نورمال ډول له مهالوېش سره سم. افغانان او بهرنیان تګ راتګ کولای شي او د تګ راتګ لپاره هم له نړیوالو معیارونو سره سم باید ویزه، پاسپورت او بل هېواد ته د سفر جواز ولري."

ښاغلی احمدي وايي، د هېواد کورني ایرلاینونه آریانا او کام ایر د هغو الوتنو تشه ډکوي چې له نورو هېوادونو څخه کېدل او اوس ځنډېدلي دي لکه ترکیې او متحده عربي اماراتو ته.

د تېر کال د زمري په ۲۴مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کابل په ګډون د افغانستان د ټولو هوايي ډګرونو فعالیت په ټپه ودرېد.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او اوس سره له دې چې د لویو هوايي ډګرونو فعالیت پیل شوی دی خو لاهم ډېری هېوادونه دې ته زړه نه ښه کوي چې افغانستان ته الوتنې په عادي ډول پیل کړي.

XS
SM
MD
LG