د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۲۹

غور کې د ديني مدرسو لپاره د دولتي کارکوونکو يو فيصد معاش ګرځول شوی


د غور ولايت نقشه

په غور ولایت کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې د دولتي کاروکونکو له معاش یو فیصد د دیني مدرسو سره د مرستې لپاره ټول کړي.

په غور ولایت کې د یو شمېر دولتي ادارو کارکونکي وايي، هغو ته ویل شوي چې خپل میاشتني معاش نه یو فیصد له دیني مدرسو سره مرسته وکړي.

دغو دولتي کارکونکي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه پېغام ورته د غور ولایت له سیمه ایزې ادارې لخوا په شفاهي ډول ویل شوی.

ددې دولتي ادارو یو کارکونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپل معاش یو فیصد وضع کړی که څه هم تر اوسه زما له اکونټه نه دی اخیستل شوي خو ما دا کیسه منلې ده."

د غور ولایت سیمه ایز چاروکي له دولتي کارکونکو د یو فیصد معاش ګرځول دیني مدرسو ته تاییدوي.

د غور ولایت سیمه ایز چاروکي له دولتي کارکونکو د یو فیصد معاش ګرځول دیني مدرسو ته تاییدوي.
د غور ولایت سیمه ایز چاروکي له دولتي کارکونکو د یو فیصد معاش ګرځول دیني مدرسو ته تاییدوي.

که څه هم دوی د راټول شویو پيسو اندازه نه وايي خو په وینا یې چې پېسې یې ټولې کړي.

د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، د دولتي کارکونکو له معاشونو د یو فیصد ګرځولو وړاندېز میاشت وړاندې د دولتي ادارو د مسولینو لخوا شوی و.

د هغه په خبره، دیني مدرسو ته له معاشه د یو فیصد پېسو ورکول جبري نه بلکه اختیاري ده.

نوموړی وايي: "په ټوله کې دا کار د یو خیره اقدام او د علماو سره په مشوره ترسره شوی، په دې کې هیڅ څوک فردي مسولیت نه لري بلکې ټول مسولیت لري."

په ټوله کې دا کار د یو خیره اقدام او د علماو سره په مشوره ترسره شوی

خو په دې ولایت کې د یوې بلې دولتي ادارې کارکونکی چه نه‌غواړي نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، له معاشه د یو فیصد ګرځول اختیاري نه بلکه دوی ته ویل شوي چې باید داسې وکړي.

نوموړي ويلي: "د دفتر رییس راغی او وویل چې په جلسه کې په دې اړه پرېکړه شوې او باید دیني مدرسو سره مرسته وشي، هغه ډول چې به موږ یو وخت له سرې میاشتې سره همکاري کوله."

دغه کس وایي، ددې مسلې لپاره دوی ته مکتوب نه دی استول شوی بلکه په شفاهي ډول ورته ویل شوي.

په غور ولایت بیا یو بل دولتي کارکونکي ازادي راډیو ته په استول شوي پېغام کې ويلي چې د بد اقتصادي وضعیت له امله د یوه فیصد نه چې نیم فیصد توان هم نه لري.

ډېری دولتي کارکونکي په میاشتني ډول شاخوا ۸۰۰۰ افغانۍ معاش لري چې په دغه معاش دوی خپلې اقتصادي ستونزې هم نه‌شي حل کولای.

XS
SM
MD
LG