د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

د طالبانو حکومت د يوې دوديزې لويې جرګې د رابللو تابيا نيسي


 د کانونو او پیترولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور
د کانونو او پیترولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور

د طالبانو یوه چارواکي باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي چې د عنعنوي لویې جرګې د دایرولو لپاره به یو کمېسیون جوړ شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په قول ویلي چې د دودیزې لویې جرګې د جوړولو لپاره به یو کمېسیون وګومارل شي.

شهاب الدین دلاور، چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مشري هم په غاړه لري، د جرګې د دقیق وخت، د بحث د موضوع، د ګډونوالو او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې ټول افغانان په تېره بیا بانفوذه څېرې، چې د سولې، امنیت او د افغانستان د نظام په ټینګښت او پرمختګ کې اغېزمن وي، په دې جرګه کې ګډون کوي.

د افغانستان د لوی جرګې تالار چې تېرو حکومتونو کې پکې څو ځل جرګې ونيول شوې
د افغانستان د لوی جرګې تالار چې تېرو حکومتونو کې پکې څو ځل جرګې ونيول شوې

څرګنده نه ده چې د ښاغلي دلاور منظور هغه سیاستوال هم دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جلاوطنه شوي او که نور کسان دي.

د سیاسي چارو نظر خاوند احمدخان اندړ د لویې جرګې دایرېدا مهمه بولي خو په عین حال کې وايي چې لا مهمه دا ده چې دوی جرګه په څه ډول جوړوي او چا ته پکې د ګډون حق ورکوي.

نوموړی وايي: "دوی په لومړیو کې د لویې جرګې دایرولو ته زړه نه ښه کاوه او حتي د لویې جرګې نوم ته یې ارزښت نه ورکاوه، خو کله چې دوی د بهرنیانو او کور دننه فشارونه ولیدل نو د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مجبوره شول چې لویه جرګه جوړه کړي. خو لا معلومه نه ده چې دا جرګه به څه شکل لري او کوم اشخاص به پکې راټول شي؟"

طالبانو څو میاشتې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون پر جوړولو تېرې کړې خو په پای کې یې اعلان وکړ چې دوی له هېواده وتلیو شخصیتونو ته اجازه ورکوي چې خپل هېواد ته راستانه شي، په امن کې واوسي خو هیڅ دولتي چوکۍ به ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG