د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د لیکوال عمادالدین دوران ورور: طالبانو مې ورور څلور ورځې مخکې نیولی


افغان لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران
افغان لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران

د لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران کورنۍ وايي، څلور ورځې کېږي چې نوموړی په کابل کې د طالبانو له لوري نیول شوی او دوی ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې اوس چېرته دی.

د لیکوال او مدني فعال عمادالدین دوران د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې نوموړی څلور ورځې مخکې د کابل په خیرخانې مېنې کې د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولی.

د عمادالدین دوران ورور شهاب الدین الفت ازادي راډيو ته وویل: "یو څو کسان یې مخ ته درېږي او دوران له ځان سره بیايي، تره مې ترې پوښتي چې تاسې څوک یاست؟ یاد کسان ورته کارت ښيي چې موږ د طالبانو د استخباراتو کسان یوو او موږ ته امر شوی دی چې دوران راولئ. نن یې څلورمه ورځ ده، موږ ته هېڅ معلومات نه دې راکړل شوي چې چېرته دی او په څه جرم نیول شوی دی؟ ټوله کورنۍ ډېر ورته په اندېښنه کې یوو."

عمادالدین دوران ډېر ځله په ټولنیزو رسنیو کې یې د طالبانو د حکومت کړنې نقدولې، خویوازې د طالبانو کړنې نه د تېر جمهوري نظام په کړنو او چارواکو یې هم انتقادونه کړي وه.

عمادالدین دوران له نیول کېدو مخکې په یوه لیکنه کې ویلي و، چې که طالبان خلکو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي، خلک ځوروي، وژني یې او بندیانوي یې؛ په حقیقت کې یې جګړې ته هڅوي.

هغه له طالبانو غوښتي و، که "غواړي چې د جنګ مخه ونیسي، خلکو ته دې حق ورکړي چې سیاسي فعالېت وکړي او خپل غږ پورته کړي."

دا چې د نیول د کېدو لامل یې همدا انتقادونه وو که بل څه؟ په دې اړه مو د طالبانو د استخباراتو له ادارې معلومات وغوښتل.

د یاد ادارې ویاند که څه هم په لومړیو کې ژمنه کړې وه، چې د قضیې په اړه به له موږ سره معلومات شریک کړي خو وروسته یې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

مدني فعال او لیکوال غوث الدین فروتن وايي، که له منتقدانو سره د طالبانو دا ډول چلند دوام وکړي، پایلې به یې خپله طالبانو او د افغانستان لپاره ښې نه وي.

هغه وویل: "طالبان له یوې خوا کمېسیون ټاکي چې له هېواده تللي افغانان بېرته هېواد ته ستانه کړي خو له بلې خوا په کور دننه هغه کسان بندیانوي چې په وطن کې د روانو ناخوالو او د ادارو په نیګمړتیاوو انتقاد کوي. که طالبان همداسې د خلکو او فعاله ځوانانو غږ غلی کوي، هېڅوک به په وطن کې پاتې کېدو ته زړه ښه نه کړي چې نه یوازې دا به د خلکو لپاره لویه ستونزه وي، بلکې طالبانو ته هم ښې پایلې نه لري."

د یادونې ده چې طالبانو تر دې مخکې د خالد قادري په نوم یو لیکوال او خبریال هم د فېسبوک د پوسټونو په خاطر په یو کلن بند محکوم کړ.

تر هغه مخکې په هلمند کې د انجینر نوید په نوم د یوه ځوان کورنۍ هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې نوموړی د فېسبوک د يوه پوسټ په خاطر د طالبانو له لوري ونیول شو او بیا د دوی په خبره جسد یې د هلمند سیند په غاړه پیدا کړ.

XS
SM
MD
LG