د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۸

خلک: د پوست له لارې د اسنادو او توکو لېږد کې ځنډ ستونزو سره مخ کړي يوو

ارش
ارش

یو شمېر هغه کسان چې د پوست له لارې یې له افغانستان څخه بهر یا هم له بهر څخه افغانستان ته اسناد او نور توکي لېږلي دي، شکایت کوي چې اسناد او توکي یې په وخت نه رسېږي او د ډېر وخت لپاره ځنډېږي چې دې ځنډ دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نورو خدماتو ترڅنګ پوستي خدمتونه هم ټکني شول چې په دې لړ کې ځینو خصوصي پوستي شرکتونه خپل فعالېتونه ودرول.

ځینو هغه کسانو، چې په دې وروستیو کې یې د پوست له لارې اسناد او توکي لېږلي دي، ازادی راډيو ته وویل چې اسناد او توکي يې په وخت نه رسېږي چې له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار اوسېدونکي زین الله شګیوال چې شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې یې ځینې اسناد فرانسې ته لېږلي دي وايي، تر اوسه یې درک نه شته چې چېرته دي.

دی وايي، هلته یې خپلوان اسنادو ته په تمه دي خو کله هم چې په ننګرهار کې د افغان پوست له څانګې سره اړیکه نیسي، هغوی ورته وايي چې صبر دې وکړي، و به رسېږي.

هغه وویل: "د ننګرهار د دولتي پوست خونې له لارې مې تذکرې فرانسې ته ولېږلې، کومه ورځ مې چې لېږلې، د عادي پوست په ځای مې عاجل پوست انتخاب کړ. ما ته یې وویل چې له ۷ تر ۱۳ ورځو رسېږي خو نن یې ۴۰مه ورځه ده چې هېڅ معلومات یې نه کېږي."

دا ستونزه یواړخیزه نه ده، هغوی هم افغانستان ته د پوست له لارې په اسانۍ څه لېږلی نه شي، کوم چې په بهر کې دي.

په جرمني کې مېشت افغان لیکوال علم ګل سحر وايي، غواړي یو سند افغانستان ته ولېږي خو له ډېرو هڅو وروسته هم بریالی شوی نه دی چې دا کار وکړي.

نوموړی وايي، د پوست ډېرو دفترونو ته ورغلی خو هغوی ورته ویلي چې افغانستان ته پوست نه لېږي.

هغه زیاته کړه: "زه ۷ میاشتې کېږي چې غواړم یو مهم سند ولېږم خو نه کېږي، افغانستان داسې دی لکه هېڅ چې نه وي او څوک یې نه پېژني."

مخکې په کابل کې د چټک لېږد پوستي شرکت ( ډي اېچ ال ) فعالیت درلود چې له افغانستان نه نورو هیوادونو او له ها خوا بیا افغانستان ته د اسنادو د لېږد رالېږد په برخه کې یې د خلکو ستونزې تر ډېره هوارې کړې وې، خو د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره یې فعالیتونه په تپه درېدلي دي.

د کابل اوسېدونکي عمران غني چې غوښتل یې څو کتابونه ایران ته ولېږي، وايي، کله چې د افغان پوست ادارې ته ورغی، د کتابونه د لېږد بیه یې دومره لوړه ورته وویله چې د کتابونو تر بیې څو چنده لوړه وه.

هغه وویل: "ما غوښتل څو کتابونه ایران ته ولېږم، راته وې وېل چې ۳۶۰۰۰ افغانۍ راکړه، په دې پیسو له هغه څو چنده ډېر کتابونه کېږي. یوه خپلوان مې هم د پوست له لارې اسناد لېږلي وو، له هغه یې هم ډېرې پیسې اخیستې وې. په کار ده چې دوی د پوست بیې يو څه را ټيتې کړي."

خو د افغان پوست ادارې مسولان وايي چې د پوست بیې دوی نه، بلکې د پوست نړیواله ټولنه ټاکي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

د دغې ادارې د سوداګرۍ او پراختیا څانګې مشر ذبیح الله عمر له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې ستونزې شته خو وې ویل، د دې ستونزو د حل لپاره کار کوي.

نوموړی وايي، د حکومت له بدلېدو سره بهرني خدمتونه درېدلي وو او دوی د بدیلې لارې په توګه اروپايي او امریکايي هېوادونو ته د پاکستان له لارې د پوست د لېږد لړۍ پيل کړه خو هلته هم ستونزې پيدا شوې.

هغه زیاته کړه: "موږ چې اول پوستونه ترلاسه کړل، و مو غوښتل د پاکستان له لارې یې ولېږو، خو هلته له پاکستان سره زموږ یوه ستونزه راغله او له اسلام اباد څخه زموږ اسناد او توکي بېرته مسترد شول. دا چې اوس خلک شکایت کوي، یو لامل یې هم همدا دی خو موږ بیا له قطر سره خبرې وکړې او دا ستونزه حل شوه. کوم مواد چې په اسلام اباد کې پاتي وو، هغه مو بېرته کابل ته انتقال کړل او د قطر له لارې یې لېږو."

ښاغلی عمر زیاتوي، چې دوی عاجل پوست یا پارسل له ۱۰ تر ۱۳ ورځو لېږي او عادي پارسل بیا ۲۵ ورځې وخت نیسي خو هغوی چې د پوست له لاري خپل توکي لېږي وايي، کله یې عاجل پارسل هم څو میاشتې نادرکه وي.

د افغان پوست ادارې پخوانی تخنیکي مرستیال عبدالهادي ذهین وايي، د افغان پوست اداره باید له سیاسي تعاملاتو لرې وي او هڅه دې وکړي چې د ټولو هېوادونو له پوستي ادارو سره ښې اړیکې ولري.

ښاغلي ذهین وړاندیز کوي، چې افغان پوست اداره دې خپلې اوسنۍ ستونزې د پوستي خدماتو د نړۍ والې ټولنې په مرسته حل کړي او د دې ترڅنګ دې په افغانستان کې له شته هوايي شرکتونو سره اړيکې او همغږي رامنځته کړي چې د هغوی له لارې پارسلونه په وخت او په ښه توګه تر منزله ورسوي.

نوموړي وويل: "پروسه یې اوس اوږده شوې، طیارې په وخت نه ځي، د بهرنیو هېوادونو له پوستي ادارو سره همغږي نه شته، په بهر کې دا پکېجونه نه تعقیبېږي. دا یوه پروسه ده، باید تعقیب شي، وخت ورته وټاکل شي. د پوست نړۍواله ټولنه خپل سیستمونه لري، په هغه سیستم کې دا پوست په هر قدم کې معلومېږي او تعقیبېږي، د دې لپاره باید یو ټیم وي چې تعقیب یې کړي، په دې ډول کار ښه مخ کې ته تللی شي."

په افغانستان کې لومړني پوستي خدماتونه په دودیز ډول د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال پیل شول، هغه وخت هم دا خدمتونه په کمو امکاناتو او ځنډ ترسره کېدل، چې تر اوسه یې ډېر توبیر نه دی کړی.

خو خلک هیله لري، چې په دې برخه کې لازم پرمختګ رامنځته او شته ستونزې یې هوارې شي.

دوی دا هم وايي، هیله من دي چې تړل شوي خصوصي پوستي شرکتونه هم بیرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG