د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

ولې لاتر اوسه هم په افغانستان کې خلک خپلو پارسلونو پسې پوسته‌خانو ته ځي؟


ارشیف، د کابل یوه پوسته‌خانه , 09 October 2016
ارشیف، د کابل یوه پوسته‌خانه , 09 October 2016

کابل، هغه ښار چې د بې‌سارې ګڼه ګوڼې، بې‌نظمیو، بې‌کارۍ او داسې نورو تر څنګ د پوستي خدمتونو نشتوالی یې بله ستونزه ده چې خلک ورسره مخ دي.

په‌دې ښار کې د نړۍ د نورو ښارونو په څېر پوستي پارسلونه، د خلکو کورونو او ادرسونو ته نه‌رسېږي، بلکې خلک اړ دي څو پوسته‌خانې ته پسې لاړ او خپل پارسلونه یا نور څه ترلاسه کړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی شمس‌الله چې پوسته‌خانې ته په خپل پارسل پسې راغلی دی، وايي:

"له بهره راته دوستانو یو پوست رالېږلی، راغلی یم چې وايي‌خلم. دوی اړوند ادرس ته پارچه لېږي. موږ هم کولای شو احوال واخلو. ۱۰-۱۲ ورځو کې رسېږي."

ارشیف، د افغانستان د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال 07 April 2019
ارشیف، د افغانستان د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال 07 April 2019

د افغانستان د مخابراتو وزارت د افغان پوست اداره وايي، پوستي خدمتونه کورونو ته نه‌شي رسولی، ځکه چې د کابل ښار اکثره ودانۍ، کورونه او کوڅې غیر پلاني جوړ شوي او منظم ادرسونه او نمرې نه‌لري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي د پنجشنبې په ورځ د افغان پوست د پوستي خدمتونو د پراختیا او عصري کولو د لومړۍ مرحلې د بشپړېدو په مراسمو کې وویل، اوس‌مهال په ټول هېواد کې ان د ولسوالیو په کچه ۴۶۳ پوسته‌خانې فعالې دي.

ده وویل، افغانستان د نړۍ له اکثرو هېوادونو سره د ۲۵ نړیوالو پوسته‌خانو له لارې وصل دی او خلکو ته پوستي خدمات رسوي.

د افغان پوست د نړیوالې برخې مسؤل نېک محمد یوسفي ازادي راډیو ته وویل، د ښار د جوړښت له امله نه‌شو کوللی، هر کور ته مراسلات یا پوستې ورسوو.

دی وايي:

"د پارسلونو په برخه کې هر کور ته د وېش امکانات نه‌لرو، لویه ستونزه مو د ادرسونو نشتوالی دی، ځکه کابل ښار معیاري نه‌دی او اکثره په خپل سر جوړ شوي. موږ د پارسل له لېږونکي هیله کوو چې د پارسل د اخیستونکي نمره ولیکي چې موږ ورته ټیلیفون وکړو چې هغه په‌خپله مراجعه وکړي او پارسل ترلاسه کړي."

ارشیف، په کابل کې د افغانستان د مخابراتو د وزارت ودانۍ, 15March2017
ارشیف، په کابل کې د افغانستان د مخابراتو د وزارت ودانۍ, 15March2017

د مخابراتو وزارت هیله ښيي چې کابل ښاروالۍ دې ژر تر ژره د دغه ښار پر کوڅو او کورونو نمرې ولګوي څو دغه ستونزه هواره شي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رئيس جلیل سلطاني په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ۱۳۹۷ کال کې وتوانېدو د کابل ښار ۱۶ د ناحیو ابتدايي نقشې جوړې کړو. دا پروسه روانه ده او د ۱۳۹۸ کال تر پایه به د «اډرسنګ» کارونه پای ته ورسوو."

خو کابل ښاریان وايي، د کابل ښاروالۍ پر دغې ژمنې کلونه ووتل، خو ونه‌توانېده په بشپړه توګه‌يې عملي کړي.

دوی دا هم وايي، که د ښار نظم ټینګ نه‌شي، خلکو ته نور ضروري خدمات هم په سمه توګه نه‌‌شي رسېدلی.

ددې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
مستقیم لېنک

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG