د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

د بشري حقونو د څار ډله: طالبان دې د هرات ښځينه زندان مديره عاليه عزيزي خوشې کړي


ارشيف: د عاليه عزيزي د خوشې کولو په اړه د لاريون يو انځور
ارشيف: د عاليه عزيزي د خوشې کولو په اړه د لاريون يو انځور

د بشري حقونو د څار ډلې پر طالبانو غږ کړی چې د هرات د ښځو د زندان مدیره عالیه عزیزي له زندان څخه خوشې کړي.

د هرات د ښځو د زندان د رييسې عاليې عزيزي له ورکېدو څه باندې اووه مياشتې تېرېږي او د مېرمن عزيزي د کورنۍ غړي د هغې له ژوند او مرګ بې خبره، له ژور خفګان سره مخ دي.

د عالیې عزیزي ورور نذیر عارفي ادعا کوي چې طالبان له دوی سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې ځواب ویونکې اوسي او ژر تر ژره دې د خپلې خور له حاله دی خبر کړي.

ښاغلی عزيزي وايي:

"له هغې ورځې راهیسې چې عالیه اوه میاشتې مخکې ورکه شوه، زموږ له ټولو هڅو سره سره، هغه که په هرات، کابل، ټولنیزو شبکو او یا هم د نړیوالو سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشرې حقونو د څار نړیوال سازمان له لارې تر سره کړې، هیڅ کومه پایله یې نه ده ورکړې، طالبانو له یو ځلې پرته نور موږ ته هیڅ ځواب نه دی ویلی، دوی د همکارۍ لپاره نه حاضرېږي، موږ د عالیې له برخلیک څخه هیڅ خبر نه یو."

ښاغلی عارفي ادعا کوي چې خور یې د هرات د ښځو په زندان کې د دندې پر مهال له یوې ټیلیفوني اړیکې وروسته لادرکه شوه. ښاغلی عارفي وايي، چې عالیه عزیزي د هرات له سقوط وروسته څو ورځې په کور کې ناسته چې طالبانو ترې وغوښتل څو خپلې دندې ته حاضره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي، طالبانو د عالیې عزیزي د ورکېدو په اړه کره څېړنه نه ده کړې.

دې سازمان په خپل راپور کې لیکلي، طالب چارواکي باید د مېرمن عزیزي د ورکېدو په اړه ژر تر ژره څېړنه وکړي او له زندانه دې خوشې کړي او یا دې د هغې د ساتلو ځای اعلان کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د مېرمن عزیزي قضیه د بشري حقونو د سرغړونو د جدي تورونو په څېړلو کې د طالب چارواکو پاتې راتلل څرګندوي.

خو د طالبانو ویاندویان د عالیې عزیزي د ورکیدو په اړه له ازادي راډیو سره د مرکې کولو لپاره حاضر نه شول.

د مېرمن عزیزي د ورکیدو په لومړیو ورځو کې د هرات لپاره د طالبانو د والي پخواني مرستیال مولوي شیراحمد عمار ازادي راډیو ته ویلې وه چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د طالبانو بیا ځلې واک ته رسېدو سره، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د بخښنې له حکم سره سره، د پخوانیو دولتي سرتېرو او ملکي کارکوونکو د نیولو، ورکېدو او حتی د وژلو ډېر راپورونه ورکړل شوي دي. خو طالبانو په وار وار په دې پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

خو د بشري حقونو د څار ډلې پر طالبانو غږ کړی چې د خپلو ځواکونو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د تورونو په اړه بې پرې څېړنې وکړي.

XS
SM
MD
LG