د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

هرات ښځینه زندان کې بلوا؛ ۵ پولیس ټپیان شوي


ارشیف، په هرات کې د ښځو محبس. انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، په هرات کې د ښځو محبس. انځور تزئیني بڼه لري.

یو شمېر ښځینه بندیانو د هرات په محبس کې په بلوا لاس پورې کړی او دغه زندان ته‌یې اور اچولی دی.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل دا پېښه یکشنبه «۱۳۹۸ کال د وري ۱۰» ماښام شوې ده.

ښاغلي فرهاد ازادي راډیو ته وویل ښځينه زندانیانو په دې خاطر په بلوا لاس پورې کړی و چې ولې یې نومونه د خلاصېدونکو بندیانو په کتار کې نه‌شته او د دغې پېښې په نتیجه کې لږترلږه پنځه پولیس ټپيان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد
د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد

هغه زیاته کړه: "د ښځينه محبس یو شمېر بندیانو په دې غبرګون چې نومونه‌یې د جمهوري ریاست له‌خوا د عفو شویو بندیانو په لېست کې نه‌شته شور ماشور جوړ کړ او د بندیانو ځيني مالونه او اجناس‌یې وسوځول. امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي له روغتیایي ټيمونو سره چې اړین اقدامات وکړي. یو هیئت هم په هر اړخیزه توګه دا پېښه څېړي."

افغان ولسمشر اشرف غني جمعه په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د یو شمېر بندیانو د بخښلو او ازادۍ فرمان ورکړ.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدی د دغه فرمان د جزئیاتو د بیان پر مهال وویل چې د دغه فرمان له مخې به تر ۱۰ زره بندیان د افغانستان له محبسونو خوشې شي.

په افغانستان کې کرونا ویروس تر ټولو زیات هرات ولایت ځپلی ځکه هلته د دې ویروس مثبتې پېښې له سلو اوښتي او په دې اساس زندانیانو ته هم د دې ویروس د سرایت ډېره اندېښنه شته.

هرات
هرات

د هرات د محبس مدیر میوند صمدي ازادي راډیو ته وویل د دې لپاره چې هرات د کرونا ویروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی د ولسمشر د فرمان له مخې به تر ۵۰۰ بندیان همدا اوونۍ خوشې شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د جمهور رئیس ځانګړی فرمان چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې د یو شمېر بندیانو د خلاصون امر کړی شنبه موږ ته راورسېد. د دې لپاره چې هرات د کرونا ویروس د ګواښ په اول کتار کې دی د دغه فرمان له مخې مو تر اوسه ۱۴۱ بندیان خوشې کړي. موږ د دغه فرمان په اساس ۴۰۰ تر ۵۰۰ بندیان خوشې کوو چې په‌کې ۶ ښځینه بندیانې او ۸۰ نور هم محجوزین دي."

د افغانستان په زندانونو کې اکثر د بندیانو له‌خوا د هغوی دوسیو ته د نه‌رسېدنې، نا مناسبه شرایطو او په وخت نه‌ازادېدو په غبرګون اعتراضونه، غذايي اعتصابونه او اخ‌وډب کېږي چې د بشري حقونو فعالان‌یې اندېښمن کړي دي.

لا معلومه نه‌ده چې د هرات د ښځینه‌وو په محبس کې د بېګانۍ پېښې له امله څومره ورانی شوی یا څومره کسانو ته زیان اوښتی.

XS
SM
MD
LG