د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

کابل کې د واټونو د سر پلورونکي: ښاروالي راڅخه لوړه کرايه اخلي


نه خوځېدونکې غرفې
نه خوځېدونکې غرفې

په کابل ښار کې د واټونو د سر پلورنکي چې په غیر متحرکو وړو غرفو کې دوکانداري کوي وايي، ښاروالۍ له دوی لوړې کرایې اخلي.

۲۹ کلن احمدالله چې د جامو وړه غرفه لري، د کابل ښاروالۍ له لوري د ټاکل شوې کرایه څخه خوښ نه دی.

دی وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او بازارونه ساړه دي، نو ځکه دوی د ښاروالې له خوا، د ټاکل شوې کرایې د ورکړې توان نه لري.

نوموړی وايي: " زه دلته جامې پلورم، په لومړي ځل یې زموږ کرایه ۵۲۰۰ افغانۍ وټاکله خو بیا وروسته دغه کرایه ۴۲۰۰ افغانیو ته راښکته شوه، زه د دومره کرایې د ورکړې توان نه لرم"

صفي الله هم، چې د سیمسارۍ غرفه لري ورته شکایت لري:

ښاغلی صفی الله وايي: " پلور اوس ښه نه دی او زه هم اوس ناتوانه یم، که کرایه راټیټه نه کړي او زما د توان سره برابره نه وي نو مجبوره یم چې کار پریږديم."

دوي له کابل ښاروالۍ د کرایو د کمېدو غوښتنه کوي او وايي، هغه اندازه کرایه دې وټاکي چې غرفه لرونکي یې د ورکړې توان ولري.

خو کابل ښاروالې بیا دغو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، چې دوی کرايه سیمو ته په کتو ټاکلې ده.

د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: " موږ کرایې د سیمې په نظر کې نیولو سره ټاکلي چې د هر متر مربع لوړه کرایه ۲۵۰۰ او ټیټه یې ۵۰۰ افغانۍ ده، هر هغه پلورنکی چې د ډېرې کرایې توان نه لري کولای شي یوه بله سیمه چې کرایې یې ټیټه وي ځان ته غوره کړي."

کابل ښاروالې موده وړاندې په ښار کې د ګنې ګوڼې او د ټرافیکي نظام د کنټرول لپاره د پلورنکو سره په مشوره د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر غیر متحرکې غرفې ځای پر ځای کړې.

د واتونو د سر پلورنکي د دغو غرفو د جوړېدو له طرحې هرکلي کوي خو د کرایې په اړه یې د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي، چې په خپل پرېکړه بیا کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG