د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

چارواکي: روسیه د اوکراین پر دونباس سیمې پراخو بریدونو ته تیاری نیسي


آرشیف
آرشیف

د اوکراین او لوېدیځ چارواکي وایي چې روسیه د اوکراین پر ختیځ دونباس سیمې پراخو بریدونو ته تیاری نیسي او له نورو سیمو ځواکونه باسي او دې سیمې ته‌یې نږدې کوي.

روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د پلان شویو پراخو تهاجمي عملیاتو دمخه دې سیمې ته وړاندې تګ ته دوام ورکوي.

په عین حال کې په ماریوپول ښار کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی.

په دې ښار کې د راپورونو له مخې په زرګونه کسان وژل شوي او روسي ځواکونه دې ته نږدې دي چې پر دې بندري ښار بشپړ کنټرول ولري.

د اوکراین پوځي قوماندانان او لوېدیځ چارواکي وایي، روسیه د کیف له شمالي برخو او بلاروس څخه ځواکونه باسي او خارکیف او دونیڅک او لوهانسک سیمو ته چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په‌کې جګړه روانه ده، لېږي.

چارواکي وايي، روسیه به احتمالاً د دونیڅک او لوهانسک د پاتې سیمو چې تر اوسه د اوکراین د حکومتي ځواکونو په کنټرول کې دي، د نیولو په هدف یو نوی برید پیل کړي.

پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته ویجاړۍ
پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته ویجاړۍ

د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي پرون دوشنبه وویل چې روسي ځواکونه د ایزیوم ښارګوټي ته نږدې چې د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د روسیې ځواکونو ونیو، په ګډون د دونباس سیمې شااوخوا کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي.

دغه چارواکي ویلي چې لیدل شوي چې د روسي ځواکونو یو کاروان چې د قوماندې او کنټرول وسیلې او پلي ځواکونه په‌کې دي او د هلیکپټرو ملاتړي جزوتامونه‌یې بدرګه کوي، د سیمې پر لور روان دی.

دغه چارواکي همداراز ویلي چې ګومان کېږي چې د روسیې د تاکتیکي کنډکونو څه باندې ۶۰ جزوتامونه به چې د هر یوه د پرسونل شمېر یې د ۸۰۰ او زرو ترمنځ دی، له خیرسون څخه د اوکراین جنوب مرکزي او روسیې پولې ته نږدې د دونباس شمال ختیځو سیمو کې ځای پر ځای شوي وي.

روسیې دغه‌راز یو نوی جنرال ګومارلی چې پر دونباس د حملې ګډه قومانده واخلي.

د لوېدیځ چارواکي وایي داسې برېښي چې له دغه اقدام څخه هدف د هغو ګډوډیو او غلطو ګامونو مخنیوی دی چې روسي ځواکونو د جګړې په لومړۍ مرحله کې ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG