د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۹

یو مستند فیلم چې په افغانستان کې دیوه نسل داستان بیانوي


یو مستند فیلم چې په افغانستان کې دیوه نسل داستان بیانوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:14 0:00

"دما کوچني والی ، دما وطن – شل کاله په افغانستان کې" هغه مستند فیلم دی چې د یوه افغان دشل کلن ژوند تصویر نندارې ته وړاندې کوي. میرحسین ددغه فیلم اساسی کرکتر دفیلم پیل کې اوه کلن وي ، خود دفیلم پای کې ۲۷ کلن او ددوه کوچینانو پلار. دغه فیلم په اصل کې دپوره یونسل دژوند هغه لوړې ژوری نندارچیانو ته ښیي چې ۲۰۰۲کال کې افغانستان ته د ناتوځواکونو له ورتګ وروسته یې تر۲۰۲۲ کاله پورې چې دغه ځواکونه له افغانستانه ووتل تجربه کړي دي. دغه فیلم انګلیسی ډ‌ایریکتر فیل ګرپسکي او افغان مرستیال یی شعیب شریفي جوړکړی دی . سلطان محمد سرور ښاغلي ګرپسکی سره خبرې کړي او هغه یې د فیلم دموضوع ، په افغانستان کې د فیلم جوړونی د تجاربو او دتیرو شلوکلونو د تحولاتو په هکله پوښتلی دی .

XS
SM
MD
LG