د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

عمران خان: زما مخالفینو او امریکا زما د ليرې کولو لپاره توطئه جوړه کړې


د پاکستان صدراعظم عمران خان، ولسمشر او يو شمېر پوځي چارواکي يې
د پاکستان صدراعظم عمران خان، ولسمشر او يو شمېر پوځي چارواکي يې

د حکومت د وزیرانو او ګوندي ملګرو په وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان شنبه ماښام ډاډ ورکړ چې د پارلمان رأی‌ګیري کې به بریالی کېږي.

نن د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېږي.

عمران خان تور ولګاوه چې مخالفینو یې امریکا سره لاس یو کړی او د ده د لیرې کولو لار یې جوړه کړې ده.

عمران خان زیاتوي: "تر هغو چې وروستی توپ نه‌وي اچول شوی د لوبې فیصله نه‌شي کېدای، نو په هېڅ صورت زړه ته دا مه‌اچوئ چې (سبا) به څه نتیجه راووځي. ستاسو مشر دې کې ماهر دی او هېڅوک نه‌پوهېږي چې څه به کوي. بله مسئله دا ده چې یو ډېر لوی سازش شوی. نه د عمران خان، بلکې د پاکستان په خلاف. له اکټوبر راهیسې دا لوبه روانه ده. دا خلک چې له کلونو یې دا مُلک چور کړی له بهر، سیده نوم‌یې اخلم له امریکا سره لاس یو کړی او دا سازش‌یې کړی."

د خان تر دې بېګانیو څرګندونو لا یوه ورځ مخکې سپينې ماڼۍ د خان پر ضد د دسیسو جوړولو تورونه په کلکه رد کړل او هغه‌یې بې‌بنسټه وبلل.

د عمران خان په وړاندې د اپوزېسیون ګوندونو يو شمېر چارواکي
د عمران خان په وړاندې د اپوزېسیون ګوندونو يو شمېر چارواکي

د عمران خان مخالفین هم وايي چې دی هڅه کوي د خپل حکومت د ژغورلو لپاره د بهرنیانو د توطئو تورونه او نورې پلمې وړاندې کړي.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف مخالف ګوندونه چې په سر کې یې مسلم لیګ نواز، پیپلز پارټي او ګڼ نور دي د صلب اعتماد د رایې له چانسه په استفادې غواړي د عمران خان صدراعظمۍ ته د پای ټکی کېږدي.

خان وروسته له هغه تېره چهارشنبه اکثریت له لاسه ورکړ چې د متحده قومي ګوند ځینو غړو د تحریک انصاف له ائتلافه لاس واخیست.

په دې سره د مخالفو ګوندونو تله درنه شوه او هغوی ادعا وکړه چې د عمران خان د لیرې کولو لپاره ۵۰ جمع یو یعنې ۱۷۲ کافي رایې په واک کې لري.

واکمن ګوند تحریک انصاف ډاډ ښودلی چې له دوی سره د پارلمان کافي غړي شته او بریا به د دوی وي.

XS
SM
MD
LG