د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د بمبارۍ دوام؛ د بحران د لا پراخېدو وېره زیاته شوې


خارکیف ته نږدې د روسیې بمباري
خارکیف ته نږدې د روسیې بمباري

روسي ځواکونو نن سې شنبه سهار هم د اوکراین پر څو ښارونو خپلو بمباریو ته دوام ورکړ چې دې مسئلې په اوکراین کې د بشري بحران د لا پراخېدو وېره زیاته کړې ده.

د پلازمېنې کیف په څو برخو کې نن سپېده چاود مهال د څو لویو چاودنو غږ واورېدل شو.

د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، د روسیې څو هوايي حملو د کیف استوګنیزې سیمې بمبار کړې چې د پراخې اورلګېدنې او په یوه ۱۵ منزله ودانۍ کې د ژغورنې د هڅو سبب شوې.

د اژانس په حواله دا پېښه لږ تر لږه د یوه تن د وژل کېدو او په ودانۍ کې د نورو کسانو د راګیر پاتې کېدو سبب شوه.

مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی و، که روسي ځواکونه د پلازمېنې کیف د نیولو هڅه وکړي، له مرګونو عواقبو سره به مخامخ شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

وروسته له هغې چې د ۱۶۰ ملکیانو د موټرو کاروان پر ټاکل شوي بشري دهلېز له محاصره شوي بندري ښار ماریوپول څخه ووت، په دې ښار کې د هیلې یو څرک تر سترګو شو. له دې ښاره د ملکیانو د وتلو خبر د ماریوپول ښاري شورا تأیید کړی دی.

په تېرو څه باندې ۱۰ ورځو کې د ماریوپول مرګونې محاصره د کورونو او نورو ودانیو د ویجاړېدو سبب شوه چې ورسره خلک له خوړو، اوبو، د کورونو تودولو له امکاناتو او درملو بې‌برخې شول.

د روسیې او اوکراین ترمنځ تازه مذاکرې چې د دوشنبې په ورځ د وېډیو له لارې ترسره شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د خبرو څلورم پړاو و.

دغه مذاکرې هم تر څو ساعتونو دوام کولو وروسته له کوم جدي پرمختګ پرته پای ته ورسېدې.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یوه همکار میخایلو پودولیاک (Mykhailo Podolyak) ویلي، په دغو خبرو کې یوه تخنیکي وقفه راغلې چې نن سې شنبه به بیا دوام کوي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو همکار میخایلو پودولیاک
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو همکار میخایلو پودولیاک

دواړو لورو په تېرو ورځو کې د اوکراین او روسیې د جګړې د حل لارې په باب یو څه هیله ښوولې ده.

پودولیاک په ټویټر کې لیکلي، دواړه لوري به په خپلو مذاکرو کې پر سوله، اوربند، له اوکراینه د روسي ځواکونو د سمدستي وتلو او امنیتي ضمانتونو په اړه بحث وکړي.

روسیې پر اوکراین خپل یرغل د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ چې تر اوسه دوام لري.

XS
SM
MD
LG