د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي


گفتگوی مجازی میان هیئت های اوکراین و روسیه که بنابر مشکلات تخنیکی دیروز دوشنبه متوقف شد امروز سه شنبه از سر گرفته می‌شود
گفتگوی مجازی میان هیئت های اوکراین و روسیه که بنابر مشکلات تخنیکی دیروز دوشنبه متوقف شد امروز سه شنبه از سر گرفته می‌شود

د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې به چې پرون تم شوې، نن بیا پیلېږي.

د اوکراین یوه مرکچي وویل، د دواړو خواوو ترمنځ څلورم پړاو خبرې چې د تخنیکي ستونزو له کبله پرون ودرېدې، نن به دوام وکړي.

د مسکو او کیف استازي پر اوکراین د روسیې د یرغل د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې کوي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یوه جګپوړي سلاکار میخایلو پودولیاک پرون وویل، خبرې د دې لپاره ودرېدې چې فرعي کاري ډلې نور فعالیت ته پرېښودل شي او د ځینو مسئلو تعریف روښانه شي.

دا خبرې په داسې حال کې د وېډیويي کنفرانس له لارې کېدې چې روسیې پر اوکراین بریدونه لا سخت کړي دي.

خبرو اترو هیلې پیدا کړي چې مسکو به ممکن له دې سره سره چې روسي ځواکونه پر پلازمېنه کیف او نورو لویو ښارونو فشار ته دوام ورکوي، د ملکي وګړو وتلو ته لار پرانیزي.

تر دې مخکې د دواړو خواوو خبرو پرمختګ نه‌دی کړی او نه‌یې له دې سره مرسته کړې چې ماریوپول ښار ته بشري مرستې ورسېږي یا له هغه ځایه خلک وایستل شي.

د اوکراین ماریوپول ښار ځیني اوسېدونکي
د اوکراین ماریوپول ښار ځیني اوسېدونکي

په دغه ښار کې سلګونه زره خلک د خوراکي موادو، اوبو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

ریانوویستي خبري اژانس د روسیې د مرکچي پلاوي د غړي لیونید سلوڅکي په قول ویلي چې په تېرو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا امکان شته چې د دواړو خواوو پلاوي د یوې موافقې پر مسودې سره سلا شي.

له بلې خوا اوکراین پرون اعلان وکړ چې روسیې د ماریوپول کلابند ښار ته د بشري مرستو د کاروان مخه ونیوله.

اوکرایني چارواکي وايي چې د ماریوپول ښاریان له دوو اوونیو راهیسې د روسیې د پوځ تر مرمیو او بمباریو لاندې دي، برښنا یې پرچاو ده، نه اوبه لري او نه د تودولو وسایل.

خو له دې سره سره پرون (دوشنبې) لږترلږه ۱۶۰ شخصي موټرونه له دې ښاره په وتلو بریالي شول.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر یوه چارواکي کریلو تیموشینکو ویلي چې تر اوسه ۱۵۰ تنه له دې ښاره وتلي دي.

XS
SM
MD
LG