د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

طالبانو افغاني الاصله کاناډايي مرستندویه مېرمن ندیمه'پتینګړه کاکۍ' خوشې کړه


افغاني الاصله کاناډايي مرستندویه مېرمن ندیمه'پتینګړه کاکۍ'
افغاني الاصله کاناډايي مرستندویه مېرمن ندیمه'پتینګړه کاکۍ'

افغان الاصله کاناډايي مرستندویه ندیمه نور د طالبانو په بند کې له ۲۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوه.

د ندیمې ورور داستان نور وویل چې خور یې بې له کوم جرم او ثبوته نیول شوې وه.

ندیمه وايي: "غواړم تاسو ته په تېره بیا زموږ نویو خویندو او وروڼو ته یو څه ووایم، کله چې په رینجر موټرو کې ګرځئ، خپل توپکونه مه ښایاست، امکان لري ستاسو له لاسه پر چا ډز وشي یا ځان وولئ."

اغلې نور چې په خواله رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ده، دا خبرې د فبرورۍ په نهمه مخکې تردې چې بې درکه شي، په کابل کې کړې وې.

دا د یوې مرستندویې موسسې مسووله ده چې د انتقادي پیغامونو د خپرولو ترڅنګ، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم برخه کې هم فعالیتونه کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد: څوک چې په ټولنه کې د تشویش سبب کېږي، ښه ده چې کنټرول شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد: څوک چې په ټولنه کې د تشویش سبب کېږي، ښه ده چې کنټرول شي.

د دې ورور داستان نور له څه باندې درې اوونیو وروسته د خپلې خور د خوشې کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ندیمه د کابل په شهرنو کې بې له دې چې د کومې خطا شواهد او دلیل وي، له خپل دفتره په زوره وایستل شوه. له دې او د دې له همکارانو په کورنیو چارو وزارت کې تحقیقات وشول او هلته وساتل شوه. ۲۴ ورځې بې له کوم مدافع وکیله په توقیف کې وه. له تحقیقاتو وروسته بې ګناه ثابته شوه. له خوشې کېدو وروسته له ما سره تماس ونیوه، ډېره احساساتي او غمجنه وه چې ولې بې دلیله ونیول شوه."

د طالبانو حکومت تراوسه د ندیمې نور د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت ازادي راډیو ته د بې درکه شوېو کسانو په اړه ویلي و، څوک چې په ټولنه کې د تشویش سبب کېږي، ښه ده چې کنټرول شي.

XS
SM
MD
LG