د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د ښځو نړیواله ورځ؛ خلک: د طالبانو په واکمنېدو دا ورځ نه نمانځل کیږي


ارشیف، د مېرمنو لاریون او یو تن وسله وال طالب
ارشیف، د مېرمنو لاریون او یو تن وسله وال طالب

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په تېرو کلونو کې په افغانستان کې هم نمانخل کېده، خو سږ کال چې طالبان واک ته رسېدلي، دا ورځ د تېرو کلونو په شان نه نمانځل کېږي.

خو د بشري حقونو مدافعان او د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو اکثره ښځې له کاره منع کړي دي.

مدني فعاله ماریا توتاخېله وايي، طالبان د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو کوم پروګرام نه لري، عملاً داسې هېڅ شی نه لیدل کېږي چې دوی یې نړیوالو ته ثابت کړي چې ښځو یا یې حقونو ته یې درناوی لري.

دې د خپلو خبرو په دوام کې وویل: "د حکومت له بدلونه وروسته اکثره هغه دفترونه چې د مېرمنو لپاره یې کار کاوه هغه تړل شوي دي. اکثره پروګرامونه به هماغو دفترونو جوړول لکه د ښځو د چارو وزارت یا د ښځو ریاستونو او یا ځینو موسسو. ان ولسمشر به په ارګ کې د هغو لپاره پروګرامونه جوړول."

مدني فعاله ماریا توتاخېله وايي، طالبان د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو کوم پروګرام نه لري
مدني فعاله ماریا توتاخېله وايي، طالبان د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو کوم پروګرام نه لري

طالبانو د جنورۍ له میاشتې د ښځینه فعالانو په نیولو پیل کړی. په پیل کې یې د هغو له نیولو یې انکار وکړ خو یو شمېر یې وروسته خوشې کړي.

د طالبانو له لوري د ښځینه فعالانو د نیونو په لړ کې ندیمه کاکۍ وروستۍ ښځه ده چې خپلوانو یې د بې درکۍ اعلان وکړ.

ندیمې کوم سیاسي او تبلیغاتي فعالیت نه کاوه، خو له تېرو څو کلونو راهیسې یې بې وزلو خلکو ته مرستې برابرولې او کلتوري فعالیتونه یې کول.

ندیمې کوم سیاسي او تبلیغاتي فعالیت نه کاوه
ندیمې کوم سیاسي او تبلیغاتي فعالیت نه کاوه

پرون په دوو جلا راپورونو کې له ټولنیزو فعالیتونو څخه د افغان ښځو د بې برخې کولو لپاره د طالبانو د هڅو یادونه وشوه.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا ريیسې میشل باچه لې د سوېس په جنیوا کې یوې غونډې ته وویل، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي ښځې تر ډېره له کاره ایستل شوي دي.

دې غوښتنه وکړه چې باید ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په ټولنیزو فعالیتونو او ادارو کې برخه ولري.

دې د طالبانو له لوري د افغان فعالو ښځو پر بې درکه کېدو هم اندېښنه ښکاره کړه.

XS
SM
MD
LG