د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د ښځو حقونو او ښې حکومتولۍ په اړه طالبانو ته د بهر مېشتو افغانانو سپارښتنې


کابل
کابل

په بهر کې د مېشتو افغانانو د درې بنسټونو استازو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تېرو دوو اوونیو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره کتنه کې له هغوی غوښتي چې د ښې حکومتولۍ لپاره زمینه برابره کړي.

اراده، د افغانستان د بیا رغونې غورځنګ او د افغانستان د ښځو اسلامي ټولنه هغه بنسټونه دي چې استازو یې طالب چارواکو سره خبرې اترې کړي.

د ادارې بنسټ مشر سیداغا وايي:" موږ په درې برخو کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې. د ښځو د حقونو په اړه مو خبرې وکړې او ښځې هم زموږ غونډو کې وې. د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې مو مشخص وړاندیزونه وکړل. "

د ښاغلي سیداغا په خبره، طالبانو ډاډ ورکړ چې هر څوک وغواړي د خپل وطن د جوړولو لپاره راستون شي، دوی یې د امنیت خوندیتوب ته ژمن دي.

د افغانستان د اسلامي ټولنې غړې فوزیه فایق له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه وايي:" هغه حقونه چې اسلام ښځو ته ورکړي، اسلامي امارت یې هم باید ښځو ته ورکړي."

طالب چارواکو له دې وړاندې په ځلونو دا خبره تکرار کړې چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي.

افغانو مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې په ځلونو لاریونونه کړي
افغانو مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې په ځلونو لاریونونه کړي

خو له دې ټولو سره سره یې، ښځو ته د حجاب کولو، د سفر پر مهال د محرم لرلو او تر خوا یې له هلکانو جلا د زده‌کړو توصیه کړې .

هاخوا بیا د ښځو د حقونو فعاله حسنا سادات ازادي راډیو ته وايي، هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو په حکومت کې کار کوي، د وېرې او پر دوی د لګول شویو محدویتونو له امله له خپلو او د نورو ښځو له حقونو دفاع نه‌شي کولای.

اغلې سادات وایي:" زه له هېڅ یوې ټولنې چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره جوړې شوي، ننګه نه کوم. هغه ټولنې او ښځې چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې کار کوي، هیڅ وخت د هغو ښځو چې زده‌کړې یې کړي او زحمت یې ویستلی، له حقونو دفاع نه‌شي کولای. "

طالبان د خپلې دویم ځلي واکمنۍ له پیل سره سم تر ننه، تر نیوکو لاندې دي چې د بشر په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې نقض کړي دي.

له کار او زده‌کړو د نجونو محرومول د دې لامل شول چې د طالبانو ضد فعالې نجونې او ښځې د کابل په کوڅو او واټونو کې اعتراض وکړي، خو راپورونه وايي، طالبانو د دوی په نیولو او زنداني کولو سره، دا غږونه غلي کړل.

دې قضیو ته په پام د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د مرموزو وژنو، نیونو او ورکېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدر بار پرون ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ځپل وېروونکي وبلل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو اړوند مسایلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG