د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

'ای.ار.سي' له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې د قحطۍ مخنیوی وکړي


ارشیف، د کابل په یوه واټ کې یوه مېرمن
ارشیف، د کابل په یوه واټ کې یوه مېرمن

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا IRC په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ ویلي، په داسې حال کې چې د نړیوالو پاملرنه د اوکراین جګړې ته اوښتې ده، دا ټولنه له نړیوالو غواړي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي.

په بیان کې راغلي نړیواله ټولنه باید له دې فرصته کار واخلي او افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، د خلکو ژوند خوندي کړي او هغه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي چې ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي.

ټاکل شوې چې د روانې مارچ میاشتې په پای کې له افغانستان سره د بسپنې د راټولولو په هدف یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

IRC د دې کنفرانس په درشل کې افغانستان ته د دوامداره پاملرنې، د بشري مرستو د زیاتولو او د دې هېواد د اقتصادي بحران د پای ته رسولو په هدف د پالیسو د بدلون لپاره غږ کړی.

IRC د نړیوال بانک د هغې پرېکړې ستاینه کړې چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له کنګل شوېو پیسو څخه یې یو میلیارد ډالر د ملګروملتونو اړوندو ادارو ته ځانګړي کړي دي څو پر بشري مرستو یې ولګوي.

په بیان کې په حقوقي او د پالیسۍ چارو کې د IRC د مرستیالې اماندا کتانزانو له قوله راغلي چې نوموړې وايي، دا ټولنه په ټول افغانستان کې شااوخوا ۳۰ زره کار کوونکي لري او هغوی ویني چې د اقداماتو د نشتوالي له وجې څنګه د عامو افغانانو ژوند د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي.

مېرمن کتانزانو زیاتوي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د تمویل لپاره پیسو ته اړتیا د تېر کال پرتله درې چنده زیاته شوې ده په داسې حال کې چې د دې په وینا د اړتیا وړ پیسو په سلو کې اوه اتیا لاهم نه دي ورکړل شوي.

د IRC مرستیاله هیله څرګندوي چې د روانې میاشتې په پای کې د مرستندویو هېوادونو په کنفرانس کې به د اړتیاوړ پیسو د ورکړې او د افغانستان د اقتصادي بحران د حل لپاره په پالیسیو کې د بدلون ژمنې وشي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د اقتصادي رغونې لپاره د کوټلو اقداماتو تر وخته به افغانان له ډېر کړاو سره مخامخ شي او ښايي ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

IRC زیاتوي چې ښځې او نجونې په ځانګړي ډول له زیات ګواښ سره مخامخ دي او ځکه نو دا ټولنه د خلکو د خوندیتوب او د قحطۍ د مخنیوي لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG