د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

نړیوال بانک د افغانستان په اړه یو میلیارد ډالر نړیوالو ادارو ته ورکوي


نړیوال بانک
نړیوال بانک

په یوه نادر اقدام کې نړیوال بانک اعلان وکړ چې د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه د بشري او اقتصادي ستونزو د کمېدو لپاره یو میلیارد ډالره د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو ادارو ته ورکوي.

نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې لپاره یو صندوق جوړ کړی و چې مرستندویو هېوادونو بسپنه ورکوله، خو دا پیسې وروسته له دې کنګل شوې چې د تېرکال د اګسټ په ۱۵مه نېټه طالبان واک ته ورسېدل.

که څه هم د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې د افغانستان د بیارغونې له بسپنې د میلیونونو ډالرو د خوشې کېدو په اړه د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی کوي، خو په دې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې موازي جوړښتونه نه رامنځته کېږي.

د مالیې وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې پرون ماښام یې خپره کړه، ویل شوي چې د ملګروملتونو له لوري دې له بودجې بهر پروژو د تطبیق لګښتونه کم کړای شي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې د افغانستان د بیارغونې له بسپنې د میلیونونو ډالرو د خوشې کېدو په اړه د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی کوي
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي چې د افغانستان د بیارغونې له بسپنې د میلیونونو ډالرو د خوشې کېدو په اړه د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی کوي

د طالبانو د مالیې وزارت پر اغېزمنتوب، شفافیت او ځواب ورکولو هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د نړۍ هېوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی.

له همدې کبله نړیوال بانک ویلي، دا پیسې به د طالبانو لاسته نه لوېږي، بلکې د ملګرو ملتونو د ادارو او نړیوالو موسسو له لارې به په افغانستان کې لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG