د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن ومړ


د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن
د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن

د اسټرالیا د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شین وارن د زړه د حملې له امله ومړ. نوموړي ۵۲ کاله عمر درلود چې نن د تایلنډ په کوساموي ښار کې یې ساه ورکړه.

د کرکټ د مشورې وېب پاڼې کرک اېنفو د راپور پر بنسټ نوموړی په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د اسټرالیا لپاره لومړنۍ ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه وکړه، وروسته د پنځوس اورېزه لوبو لپاره هم وټاکل شو او ان تر ۲۰۰۷ میلادي کاله يې نړیوال کرکټ وکړو.

شین وارن په خپل وخت کې د اسټرالیا مهم ورو توپ اچونکی بلل کېده چې په ښي لاس يې لیګ بریک ګوګلي توپ اچونه کوله.

نوموړي په ۱۴۵ پنځه ورځنیو لوبو کې د ۷۰۸، په ۱۹۴ یو ورځنیو لوبو کې ۲۹۳ او دغه شان په ۷۳ شل اووره لوبو کې ۷۰ وېکټې اخېستې وې.

شین وارن د اسټرالیا د ملي لوبډلې ترڅنګ په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې هم سیالۍ ترسره کړې وې.

دی د اسټرالیا د بېګ باش په سوداګریز لیګ کې د میلبورن سټارز او د هندوستان په ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رایلرز لوبډلې لپاره لوبېده.

نوموړي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې له پنځوس اووره، په ۲۰۰۷ کال کې له ټېسټ یا پنځه ورځنیو او په ۲۰۱۳ کال کې له شل اوورېزه کرکټ سره مخه ښه وکړه او له دې وروسته يې د بېلابېلو سیالیو پرمهال د تبصره کوونکي دنده پر مخ وړله.

د کرکټ نړیوالې شورا، ګڼو لوبغاړو او مینه والو د شین وارن په مړینه خواشیني ښکاره کړی او دا يې د کرکټ د نړۍ لپاره خپه کوونکی خبر بللی دی.

XS
SM
MD
LG