د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

بېل ګېټس: د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د محوه کولو لپاره به مرستو ته دوام ورکړم 


د مایکروسافټ موسس بېل ګېټس
د مایکروسافټ موسس بېل ګېټس

د نړۍ مشهور میلیارډر او د مایکروسافټ شرکت موسس بېل ګېټس پرون پنجشنبه(د سلواغې۲۸مه) پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پرضد مبارزه به جاري ساتي.

د ماشومانو ګوزڼ په نړۍ کې یوازینۍ ناروغي ده چې یوازې افغانستان او پاکستان کې ختمه شوې نه ده.

بېل ګېټس سلګونه میلیونه ډالره په نړۍ کې د پولیو په شمول له ساري ناروغیو سره مبارزې ته ځانګړي کړي دي.

بېل ګېټس چې پاکستان ته په یو ورځني سفر تللی و، پرون د پاکستان ولسمشر د دغه هېواد دوهم لوړ دولتي مډال ورکړ.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د ګېټس خدمتونه وستایل، ویې ویل چې د بېل ګېټس له مرستې پرته د پاکستان لپاره ګرانه وه چې د پولیو پرضد په مبارزه کې لاس ته راوړنې ولري.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ګېټس خدمتونه وستایل
د پاکستان صدراعظم عمران خان د ګېټس خدمتونه وستایل

ګېټس د اسلام اباد د سفر په لړ کې د پولیو د مخنیوي دولتي مرکز او د کرونا د څارنې مرکزونه ولیدل.

ګېټس ته وویل شول چې د ده د مرستو له کبله په پاکستان کې د پولیو پېښې خورا کمې شوي دي او سږکال تر اوسه یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.

ګېټس نه یوازې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره له پاکستان سره مرسته کړې بلکې د بې وزلۍ د کمولو لپاره یې په یو شمېر پروژو کې هم مرسته کړې ده.

په ۲۰۱۹م زیږدیز کال یې په امریکا کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې پاکستان ته د بې وزلۍ د کمولو لپاره د پروژو د اجرا لپاره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه ورکړه.

XS
SM
MD
LG