د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

کویټ کې ښځو ته پوځ کې د ګډون اجازه شوې؛ فعالانې یې شرطونو ته اندېښمنې دي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کویټ دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد ښځې په پوځ کې د شمولیت لپاره د کورنۍ د سرپرست اجازې ته اړتیا نه لري، خو په پوځ کې به وسله نه ګرځوي او حجاب به لري.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې یو شمېر ښځینه فعالانو دا پرېکړه د ښځو لپاره یو ګام په وړاندې او دوه په شا بللې ده.

منتقدو کویتي فعالانو ویلي، ګڼ شمېر ښځې همدا اوس په پولیسو کې برخه لري نو ولې په اردو کې د دوی لپاره محدودیتونه وي؟

د کویټ دفاع وزارت په اکتوبر کې په پوځ کې د ښځو له ګډون سره موافقه وکړه، خو وروسته له دې چې د پارلمان محافظه کارو غړیو د دفاع وزیر پر دې پرېکړې نیوکې وکړې، د اردو په لیکو کې د ښځو د ګډون په برخه کې یې شرطونه کېښودل.

د کویټ د ملي شورا محافظه کار غړي حمدان العظیمي دفاع وزیر ته ویلي و چې د اسلام پر اساس په جنګي فعالیتونو کې د ښځو ګډون د ښځو له طبیعت سره جوړ نه دی.

خو د کویټ د ښځو د کلتوري او ټولنیزې ټولنې ريیسې لولو صالح الملا په پوځ کې د ښځو د ګډون لپاره محدودیتونه له تبعیضه ډک او غیر قانوني بولي او وايي چې د دفاع وزارت د پرېکړې پر ضد به دعوه اقامه کړي.

کویټي ښځو په ۲۰۰۵ م کال د ر ایې د کارولو حق ترلاسه کړ او اوس په کابینه او پارلمان کې غړي لري.

XS
SM
MD
LG