د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

اون برنټ: طالب چارواکو ژمنه کړې چې اساسي قانون او نورو قوانینو ته به درناوی کوي


په قطر کې طالب چارواکي
په قطر کې طالب چارواکي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د مرکچي پلاوي مشر په دوحه کې له طالب پلاوي سره تر لیدنې وروسته ویلي، طالب چارواکو ژمنه کړې چې د اساسي قانون د تطبیق په برخه کې د ټولنې له ټولو اقشارو سره د سلا مشورې پر بنسټ پرېکړه کېږي.

ښاغلي سفیر اون برنټ لیکلي چې د چهار شنبې په ورځ ناوخته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او مل پلاوي سره په دوحه کې لیدلي دي.

د ښاغلي اون په خبره، طالب چارواکو دا ژمنه هم کړې چې اساسي قانون او نورو قوانینو ته به درناوی کوي.

اون وایي طالب چارواکو دا ژمنه هم کړې چې اساسي قانون او نورو قوانینو ته به درناوی کوي.
اون وایي طالب چارواکو دا ژمنه هم کړې چې اساسي قانون او نورو قوانینو ته به درناوی کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی دوه ورځې وړاندې د خلیجي او اورپايي هېوادونو له استازو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،هر مملکت قوانیو ته اړتیا لري او قوانین باید وي، خو په خبره یې دا چې په کوم مېکانیزم باندې وي په دې به راتلونکي کې پرېکړه وشي.

مجاهد وایي:" هر مملکت قوانینو ته ضرورت لري او قوانین باید وي خو دا چې په کوم مېکانیزم باندې وي په دې به راتلونکي کې فیصله وشي، چوکاټ به ورته جوړ شي او په هغې کې به د افغانستان د خلک او اسلامي ارزښتونه ټول په نظر کې ونیول شي، اوس په دې مورد کې جزئیات ورکولو ته وختي دی، کله چې هغه مورد ته رسېږو بیا به جزئیات هم ولرو."

مجاهد وایي هر مملکت قوانینو ته ضرورت لري
مجاهد وایي هر مملکت قوانینو ته ضرورت لري

له دې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون سرپرست سید ابوبکر متقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې د افغانستان اساسي قانون لاهم پلۍ دی او پرته له یوې معتبرې مرجع بل هېڅوک یې د لغوه کولو حق نه لري.

خو نوموړي د یو شمېر مادو د ځنډېدو خبره کړې و.

هغه ویلي و چې د افغانستان د اساسي قانون یو شمېر مادې چې د جمهور رئیس او ملي شورا واکونه تشرېح کوي، له دې امله ځنډول شوي چې نه جمهور رئیس شته او نه هم ملي شورا خو په وینا یې د حکومتولۍ برخه یې په خپل حال کې پاتې ده.

د طالبانو په حکومت کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون سرپرست سید ابوبکر متقي ویلي و، د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون او یا هم لغوه کولو واک یوازې لویې جرګې یا هم عالي‌ شورا ته ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG