د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ناټو: داسې نښه نه‌ده ترلاسه شوې چې روسیه دې د اوکراین له کړکېچه لاس واخلي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو دفاع وزیران نن د اوکراین په اړه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه کوي.په دې غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید مخه څرنګه نیول کیدای شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶) خبریالانو ته وویل چې ناټو داسې نښه نه ده ترلاسه کړې چې روسیه دې د اوکراین له کړکېچه لاس واخلي.

نوموړی وايي: "د ناټو دفاع وزیران به اروپا ته په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو جدي متوجه امنیتي بحران د مخنیوي لپاره غونډه وکړي. له مسکوه داسې نښې شته چې ډپلوماسي ته به دوام ورکړي. دا د محتاطانه خوشبینۍ زمینه برابروي، خو تردې دمه موږ پر ځمکه د کړکېچ د کمېدو هېڅ نښه نه ده لیدلې."

د ناټو د سرمنشي تردې څرګندونو لږ وروسته پرون په مسکو کې د جرمني صدراعظم اولف شولتڅ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او روسیې اعلان وکړ چې یو شمېر پوځیان به د اوکراین له پولې په شا کړي.

روسیې د اوکراین له پولې سره نژدې سل زره سرتیرې ځای پرځای کړي دي.

لویدیځ دغه هېواد ته چې په ۲۰۱۴م زېږدیز کال کې یې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه لاندې کړې ده، دا اندېښنه لرې چې پر اوکراین برید ونه کړي.

مسکو ویلي دي چې پر اوکراین حمله نه کوي، خو ټینګار کوي چې ناټو دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG