د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د اوکراین کړکېچ؛ د جرمني صدراعظم د روسیې له ولسمشر سره ګوري


د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ مسکو ته ځي څو د کړکیچ د هواري هڅې وکړي.

تمه ده دی د روسیې له جمهور رییس ولادمیرپوتین سره چې دا وروستۍ څو ورځې د ګڼو نورو لویدیځو مشرانو کوربه هم پاتې شوی خبرې وکړي.

د جرمني صدراعظم ښاغلی شولڅ چې له کیفه مسکو ته ځي، هلته یې د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره مفصلې خبرې کړي.

د جرمني صدراعظم ښاغلی شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره
د جرمني صدراعظم ښاغلی شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره

هغه تر دې لیدنې وروسته وویل، د اوکراین پولې ته نږدې د روسيې د پوځي تحرکاتو هېڅ موجه دلیل نه ګوري.

شولڅ پر روسیې یې غږ وکړ چې د کړکېچ د کمولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.

د جرمني صدراعظم زیاته کړې چې د اروپا د امنیتي مسایلو پرسر له روسیې سره د یو لړ جدي خبرو لپاره آماده دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بیا له لویدیځو چارواکو سره د خبرو په تړاو ویلي، داسې نه ده چې خبرې نه ختمېدونکي وي، خو لا هم د ډپلوماسۍ لپاره ځای شته.

امریکا اټکل کړی چې روسیې د اوکراین پولې ته نږدې شااوخوا ۱۳۰ زره پوځیان او درانه پوځي تجهیزات توپ او ټانکونه ځای پر ځای کړي.

روسیې له څو ورځو راهیسې په ګاونډ بېلاروس کې هم پوځي تمرینونه پيل کړي دي.

روسیې تل رد کړې چې په اوکراین د برید پلان لري.

روسي چارواکو له ناټو غوښتي چې اوکراین ته په دې پوځي تړون کې غړیتوب ورنه کړي او د دغه هېواد په شمول د پخواني شوروي جمهوریتونو ته د وسلو ور استول بند کړي.

XS
SM
MD
LG