د ابوظبۍ کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو مظاهرې ۳مې ورځې ته وغځېدې
سلګونه افغان پناه غوښتونکي چې اوس د ابوظبۍ په یوه کمپ کې پراته دي، د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره یې مظاهره وکړه. دوی غواړي چې ژر تر ژره دې برخلیک معلوم او د امریکا متحده ایالاتونو ته دې ولېږدول شي. د هغو افغانانو شمېر چې له شپږ میاشتو راهېسې د ابوظبۍ په یوه کمپ کې ژوند کوي، نژدې ۹۰۰۰ کسانو ته رسیږي، ډېری یې هغه کسان دي چې یا خپله او یا یې د کورنۍ غړېو د امریکا له متحدو ایالاتونو سره کار کړی. د امریکا متحده ایالاتونو تر ۸۰ زرو زیاتو کسانو ته په امریکا کې د ژوند کولو شرایط برابر کړي دي، خو زرګونه نور افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه بهر ایستل شوي دي، لا هم د نورو هېوادونو په کمپونو کې بې برخلیکه دي.