د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

څیړنیز راپور: ځینو طالب مشرانو خپلو لوڼو ته اجازه ورکړې چې پوهنتون ته لاړې شي


ارشیف، قطر کې ځینې طالب مشران
ارشیف، قطر کې ځینې طالب مشران

په یوه څېړنیز راپور کې چې د تحلیلګرانو شبکې چمتو کړی ویل شوي چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو لوڼې په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوختې دي، خو دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته هم اکثره نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړې نه شي کولی.

د تحلیلګرانو شبکې ویلي، د طالبانو د مشرانو لوڼې د قطر او پاکستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په زده کړو بوختې دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د کوټې د شورا د یوه پخواني غړي چې اوس د طالبانو د حکومت یو سرپرست وزیر دی، لور د قطر په یوه پوهنتون کې زده کړې کوي.

په قطر کې د طالبانو یوه مشر چې د دوی د مرکچي پلاوي غړی هم دی، ویلي چې یوه لور یې په ۲۰۲۰ کې د قطر له دولتي ښوونځي فارغه شوه او بله یې اوس ښوونځي ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته هم اکثره نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړې نه شي کولی.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته هم اکثره نجونې له شپږم ټولګې پورته زده کړې نه شي کولی.

ده ویلي، په لومړیو درېيو کلونو کې یې اولادونه ښوونځي ته نه تلل، خو په څلورم کال یې اولادونو ورڅخه وغوښتل چې ښوونځي ته ځي.

اوس د دغه طالب مشر دوې لوڼې او یو زوی ښوونځي ته ځي.

طالبانو تر اوسه پورې رسماً د نجونو د زده کړو مخالفت نه دی کړی. دا خبره د سیاسي چارو افغان شنونکی عبدالکریم حقیانیار هم کوي.

هغه زیاتوي: "د هغوی اولادونه هم د تعلیم او لوړو زده کړو حق لري ولو که هر چېرته یې والدین واوسي، دا ښه خبره ده او زه په دې باور یم چې طالبان اوس په لویه کې په دې قانع دي چې د افغانستان خلکو ته د تعلیم او کار حق ورکړل شي او ځینې عملي ګامونه یې هم اخیستي دي. دا د طالبانو مسوولیت دی چې هر افغان ته د زده کړو امکان برابر کړي."

د تحلیلګرانو شبکې په راپور کې ویل شوي، په پاکستان کې د طالب مشرانو لوڼې او زامن خصوصي ښوونځیو ته ځي چې زده کړې یې په انګلیسي ژبه دي.

دا شبکه همدا راز وايي، په قطر کې د طالب مشرانو کورنۍ د عصري زده کړو لېواله دي او د نجونو له زده کړو سره هېڅ راز مخالفت نه لري.

XS
SM
MD
LG