د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

بشري وضعیت ته اندېښنې؛ ملګري ملتونه: افغانستان اوس له څو بحرانونو سره مخ دی


یو بې ځایه شوی افغان کډوال ماشوم
یو بې ځایه شوی افغان کډوال ماشوم

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

انتونیو ګوترېش په خپل دې تازه راپور کې چې پرون چهارشنبه(د سلواغې ۱۳مه) یې خپور کړ، ویلي چې په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل ۱۶ مخیز راپور کې چې د امنیت شورا لپاره یې چمتو کړی دی، ویلي چې افغانستان اوس له څو بحرانونو سره مخامخ دی.

انتونیو ګوترېښ وايي: په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
انتونیو ګوترېښ وايي: په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

بیړنی بشري وضعیت، د پیسو سخت کموالی، د بانکي او اقتصادي سیستم پاشتلیا او د پراخ بنسټه حکومت نشتوالی د افغانستان لویې ستونزې بلل شوي دي.

سرمنشي ویلي، په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه او ۵ لکه تنو بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو سږ کال په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر تر ۲۴ میلیونو اوړي.

انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې اوونۍ غونډې ته هم ویلي و چې د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.

ګوترېش زیاتوي: "د طالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې وروسته، افغانستان له ډېرېدونکي خطر سره مخامخ دی. د افغانانو لپاره ورځنی ژوند په یوه کنګل شوي دوزخ بدل شوی. موږ مجبوره شوو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته مرستې وځنډوو بلکې حیاتي ماموریتونه مو هم ټکني کړو."

په پروني راپور کې چې د یوناما د دفتر له لوري خپور شو، راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او بې درکه کولو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو حکومت د سرمنشي د دې راپور په اړه لا څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو یا بې درکه کولو په اړه ادعاوې رد کړي وې.

طالبان وايي، عمومي عفوه یې اعلان کړې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې پر بشري وضعیت سربېره په دې هم نیوکه شوې چې د طالبانو په حکومت کې ښځو ته موقع نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG