د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په هنګو ولسوالۍ کې پرون دوشنبې دوه پولیس افسران نا پېژانده وسله والو په ډزو ووژل.
پولیسو وویل، دا پېښه د هنګو په دوابه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر موټر سایکل سپرو وسله والو پر دغو پولیس افسرانو ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د پولیسو یوه ویاند محمد طاهر ازادي راډیو ته وویل، وژل شوېو پولیسو په سیمه کې د ټرافیک د کنټرول چارې سمبالولې.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.
دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې پیښېږي چې وسله والو په پیښور کې د کلیسا یوپادري په ډزو وواژه او یو بل یې ټپي کړ.
د دغې پېښې مسولیت هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو پاکستاني چارواکي د ډېرو دا ډول حملو تر شا د تحریک طالبان پاکستان ډلې لاس بولي.
د هغې ډلې چې ورسره یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره د پاکستان د حکومت وروستۍ هڅې ناکامه شوي دي.