د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

موسسې او طالبان: ښايي بادغیس ښايي د زلزلې له امله د تلفاتو شمېرې لوړې شي


باغیس کې زلزلې لسګونه ټپیان کړي
باغیس کې زلزلې لسګونه ټپیان کړي

مرستندویه موسسې او طالبان اندېښنه څرګندوي چې په بادغیس کې به د وروستۍ زلزلې د تلفاتو شمېرې لوړې شي.

په دغه ولایت کې د دوشنبې د ورځې غبرګو زلزلو شااوخوا زر کورونه ویجاړ کړي یا تخریب کړي دي.

ملګري ملتونه په بادغیس کې د زلزلې په ترڅ کې د شپږ ویشت کسانو د مړینې خبر ورکوي، طالبان تر اوسه دا شمېره شل یادوي، خو وایي چې په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي.

د امریکا د جیولوجي سروې له اټکل سره سم د دوشنبې په ماسپښین د پنځه اعشاریه درې ریښتر او په همدې ورځ د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه دوې زلزلې وشوې.

دا زلزلې په بادغیس، غور او هرات کې احساس شوې، خو له بادغیسه د مالي او ځاني تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

په بادغیس کې د طالبانو یو چارواکی وایي، په قادس ولسوالۍ کې زلزلې د شل تنو ژوند اخېستی او په دې ولایت کې د زلزلې له امله شااوخوا پنځه څلویښت تنه ټپيان شوي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د حکومت د اطلاعات او فرهنګ د ریاست سرپرست مولوي باز محمد سروري چې پرون له یوه پلاوي سره قادس ولسوالۍ ته تللی و، ازادي راډیو ته د خبرو پر مهال د نورو تلفاتو د اوښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دی وايي: "په ولایت او ټولو ولسوالیو کې شااوخوا زر کورونه تخریب او ویجاړ شوي دي، نو کیدای شي چې تلفات زیات شي. هغه سیمې چې تر اوسه لا لاس رسی ورته نه لرو کیدای شي چې هلته ځینې تر خاورو لاندې وي، نو کیدای شي چې دا ارقام څه لوړ شي."

د طالبانو یو چارواکی وایي، په قادس ولسوالۍ کې زلزلې د شل تنو ژوند اخېستی
د طالبانو یو چارواکی وایي، په قادس ولسوالۍ کې زلزلې د شل تنو ژوند اخېستی

زلزلې د مقر، قادس او جوند په ولسواليو کې هم تخریب کړی دی.

طالبانو په یوه بیان کې له نړیوالو غوښتي دي چې د بادغیس له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

په بادغیس کې تېرکال هم د جګړو له امله ګڼ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي وو.

ملګري ملتونه اوس اندېښنه څرګندوي چې د زلزلې له امله به ښایي د بې ځایه شوېو شمېر لوړ شي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې (UNHCR) خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان نیمایي خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي چې نژدې نهه میلیونه یې د قحطۍ په درشل کې دي.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ له ۲۲ میلیونه افغانانو سره د افغانستان دننه او له نژدې شپږ میلیونه افغانانو سره چې په ګاونډیو هېوادو کې ژوند کوي د څه باندې پنځه میلیارډه ډالرو مرستو چمتو کېدو غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه وایي چې د پسرلي په پیل کې به د دې مرستو په خاطر یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG