د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

ټکساس کې د پاکستانۍ عافیې صدیقي د پلوي له لوري برمته شوي خلک خوشې شول


عافیه صدیقه
عافیه صدیقه

د ټکساس والي ګریګ اباټ ویلي، د یوه عبادتځي دننه برمته شوي ټول کسان روغ رمټ خوشې شوي دي.

اباټ پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره د عبادت کوونکو په حواله لیکلي او زیاته کړې ده چې دا لانجه پای ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې یوه کس څلور کسان د یهودانو په عبادت ځای کې برمته کړي وو او په بدل کې یې د هغې پاکستانۍ ښځې د خوشې کېدو غوښتنه کوله چې له القاعده سره د اړیکو تور پرې پورې دی.

د کولیویل د پولیسو مشر میخایل مېلر خبریالانو ته ویلي، برمته کوونکی مړ شوی دی.

د مېلر په وینا د فدارلي پولیسو د ژغورنې ټیم پر دې عبادت ځای عملیات کړي او یرغمل شوي کسان یې له لس ساعته برمته نیونې وروسته ازاد کړي دي.

په دغه عبادت ځای کې د عبادت ځانګړي مراسم له فیسبوکه په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

خبري راپورونو ویلي، د برمته نیوونکي غږ له همدې فیسبوکه خپرېده چې د عافیه صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

دې پاکستانۍ ډاکټرې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان دننه یوه توقیف ځای کې د یوه امریکایي پوځي د وژنې هڅه کړې وه.

عافیه صدیقي دا مهال د تکساس په یوه فدرال زندان کې د ۸۶ کلونو حبس موده تیروي.

د تکساس د عامه خوندیتوب ادارې ویلي، برمته نیونکي "چې اشاره یې مېرمن صدیقي ته وه" ویل چې غواړي له خپلې خور سره وګوري.

دغه ادارې د برمته نیونکي په حواله لیکلي چې ویل یې، کله چې له خپلې خور سره وګوري، وروسته به دواړه جنت ته ولاړ شي.

د امریکا فدرال پولیسو سملاسي نه دي ویلي چې برمته نیونکي له عافیه صدیقي سره څه تړاو درلود، خو د څېړنو خبره یې کړې ده.

د عافیه صدیقي مدافع وکیلې مروه ایلبیالي سي اېن اېن ته ویلي، برمته نیونکی هغسې چې ادعا شوې، د عافیې ورور نه دی.

د امریکایانو د اسلامي اړیکو شورا د برمته نیونکي دا کار غندلی دی.

دغې شورا په یوه بیان کې ویلي چې په امریکایي یهودي عبادت کوونکو دا برید ښکاره فساد دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې ویلي چې برمته شوي کسان خوشې شوي او نوموړي د پولیسو د ژغورنې هڅې ستایلي دي.

XS
SM
MD
LG