د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

د وژل شوې زینب کورنۍ: طالبانو زینب ووژله او د غم په ټغر یې کینولو


وژل شوې زینب
وژل شوې زینب

د کابل په لویدیځ کې د یوې ځوانې نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو هغه وژلې ده.

د دوی په خبره زینب کله چې د پنجشنبې په شپه نهه بجې له خپلې کورنۍ سره د خپل د همکار له واده ته راتلل، د کابل ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د طالبانو د چک پواینټ له لوري په ډزو کې ووژل شوه.

فاطمه د ۲۵ کلنې زینب خور ده وایي چې خور یې د پنجشنبې په شپه نهه بجې د کابل په لویدیځ کې «ګولایي» سیمه کې وژل شوې ده او ادعا کوي چې خور یې د طالبانو له لوري وژل شوې ده.

زینب د یو بانک کارکوونکې او خپلې کورنۍ ته ډودۍ ګټونکې وه.

فاطمه وایي، دا او زینب له خپلې یوې بلې همکارې سره یې د خپل همکار واده ته تللې وې چې په خوشحالۍ کې یې ځان شریک کړي، خو کور ته د بېرته ستنېدو پر مهال طالبانو یې د خور په وژلو دوی د غم په ټغر کېنول.

د زینب د دغې خور په خبره، د موټر چلوونکی یې اوښی و چې د طالبانو په امر په یوه چېک پواینټ کې یې موټر ودراوه ، د پوښتنو او څېړنو وروسته کله چې موټر یې روان کړ طالبانو یې پر موټر ډزې وکړې.

فاطمې ازادي راډیو ته وویل:"یوازې څلور قدمه مخکې لاړو چې د موټر پر شا د مرمیو باران او ډزې پیل شوې چې دوه مرمۍ د موټر له ټول بکس لوري مستقیم مې د خور په زړه ولګېدې او خور مې ځای پر ځای شوه، موټر ودرېده طالبان هم بېرته موټر ته راغلل ما ورته وویل چې دا ده خور مې دې ووژله، هغوی وویل چې نه خور دې وېرېدلې ده."

فاطمه وایي، د پېښې پر مهال ماشومان هم په موټر کې وو.

د نوموړې په خبره، دغې ناڅاپه پېښې او غم یې د زینب پلار، مور، یو خور او د دې ماشومان ان د روغتون کړي دي.

خو د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته د دغې کورنۍ ادعا ردوي.

د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق
د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق

هغه لیکلي چې "دغه ادعا هېڅ حقیقت نه لري."

زینب ۵ میاشتې کېدې چې کوژده یې کړې وه او د کوژدن په خبره یې ټاکل شوې وه تر راتلونکې یوې میاشتې واده وکړي.

د زینب کوژدن عبدالمجید بشریار د طالبانو چلند په ځانګړي توګه له ښځو سره "وحشتناکه او د نه زغملو وړ " بولي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه د دوی چلند له موږ سره لومړی داسې و چې دا پېښه یې په غاړه نه اخېسته چې موږ نه ده کړې، بیا موږ شپږمه، دیارلسمه او اتلسمه حوزه چې د کابل د لویدیځ موبوط کېږي خبره کړه چې دا پېښه تاسو نه منئ نو چا کړې؟ وروسته دیارلسمې حوزې پړه ومنله او ویې ویل چې موږ بښنه غواړو چې دا پېښه موږ کړې بس همداسې دا موضوع د بښنې تر حده پاتې ده."

زینب یوازېنۍ قرباني نه ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی په یو امنیتي چېک پواینټ کې له یوه نړۍ هیلو سره یې هدف ګرځول کېږي بلکې شااوخوا یوه میاشت مخکې هم ورته ادعا شوې وه او ویل شوي وو چې طالبانو په کابل کې په امنیتي چېک پواینټ کې یو داسې ځوان وواژه چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ زوی و.

د طالبانو ناسم او غیر مسلکي چلند موضوع هغه تور دی چې ډېر ځله مطرح شوی، خو طالب چارواکو په ډېریو مواردو کې دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG