د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

طالبان: غواړو د سیمې او نړۍ سره د اړیکو او همکاریو یو نوی باب پرانېزو


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ.

ښاغلي متقي چې تېر ماښام یې په واشنګټن کې د یوې انلاین غونډې ګډنوالو ته څرګندونې کولې وویل چې د طالبانو حکومت غواړي له نړیوالو سره تعامل ولري، خو نوموړي ټینګار وکړ چې نړۍ دې هم دا درک کړي چې پر افغانستان بندیزونو هېڅکله هم نتیجه نه ده ورکړې.

متقي زیاته کړه: "موږ غواړو په کور دننه د ښې حکومتدارۍ او د سیمې او نړۍ سره د اړیکو برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزو. د دې حکومت بهرنۍ پالیسۍ مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده. له ګاونډیو او د سیمې او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې او نیکې اړیکي غواړو. له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنا مثبت تعامل غواړو، څو د سترو هېوادونو د لوړو د ټکر قرباني نه شو."

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د نژدې پنځو میاشتو په تیرېدو سره د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلي متقي دغه راز وویل چې حکومت یې ټولشموله دی او د ټولنې ټول قومونه او قشرونه په کې شامل دي.

د نژدې پنځو میاشتو په تیرېدو سره د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
د نژدې پنځو میاشتو په تیرېدو سره د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو پر طالبانو یو مهم انتقاد چې تل کېږي، دا دی چې حکومت یې ټولشموله نه دی او هېڅ یوه ښځه په کې ګډون نه لري.

نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې تر هغو به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره اقدام ونه کړي، بشري حقونه په تېره بیا د نجونو او ښځو رعایت نه کړي، نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورنه کړي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړي.

د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د طالب چارواکو پرله پسې غوښتنو ته تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم په ښکاره مثبت ځواب نه دی ویلی، خو له دې سره-سره د یو شمېر هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.

ښاغلي متقي څو ورځې مخکې ویلي و چې د ډېرو هېوادونو سفارتونه خپل عادي فعالیت مخته وړي او د ډېرو هېوادونو ډپلوماټان کابل ته ځي او راځي چې دا د ده په وینا د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره یو پیل دی.

هغه همدارز ویلي چې یو شمېر هېوادونو ته یې ډپلوماټان استولي او دغه لړۍ روانه ده، خو تر اوسه په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت پرته چې د طالبانو د ډپلوماتانو په لاس کې دی، نه دي لیدل شوي چې په بل کوم هېواد کې دې د طالبانو سفیر یا ډپلوماټانو کار پیل کړی وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي همدارنګه د دوحې د تړون د بشپړ عملي کېدو غوښتنه وکړه، هغه تړون چې نژدې دوه کاله مخکې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه کې لاسلیک شو.

متقي ونه ویل چې امریکا د دغه تړون کومه برخه تر اوسه نه ده عملي کړي، خو نوموړي دغه تړون کې د طالبانو ژمنې ته په اشاره ډاډ څرګند کړ چې هېڅوک به ونه شي کولی چې د افغانستان له خاورې پر بل هېواد برید وکړي.

امریکا د دوحې د تړون پراساس خپل ټول ځواکونه د اګسټ میاشتې تر۳۱مې نېټې له افغانستانه وایستل او په دې توګه یې په دې هېواد کې نژدې شل کلنه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، پای ته ورسوله.

XS
SM
MD
LG