د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

هند او پاکستان په خپلو کې د سلګونو زندانیانو لېستونه سره تبادله کړل


د هند او پاکستان ګډ بیرغونه
د هند او پاکستان ګډ بیرغونه

هند او پاکستان پرون شنبه (د مرغومي ۱۱مه) د هغو وګړو فهرستونه سره تبادله کړل چې په دواړو هېوادونو کې بندیان دي.

د دواړو رقیبو هېوادونو پاکستان او هند د اعلامیو له مخې دوی، د خپلو اټمي شتمنیو او تاسیساتو لېست هم د هغې موافقې له مخې چې درې لسیزې مخکې یې لاسلیک کړې ده، له یو بل سره شریک کړل.

په ۱۹۴۷م زیږدیز کال له بریتانیا د هند او پاکستان تر خپلواکۍ اخېستو وروسته د کشمیر لانجمنې سیمې پر سر د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي دي.

پاکستاني چارواکو پرون شنبه د ۶۲۸ هندي بندیانو فهرست په اسلام اباد کې د هند وتلي ډپلومات ته وسپاره، په دې ډله کې ۵۷۷ هغه کب نیوونکي دي چې د پاکستان په اوبو کې په غیرقانوني ښکار تورن دي.

پاکستان او هند په ۲۰۰۸م زیږدیز کال کې د شوې موافقې له مخې په جنورۍ او جولای میاشتو کې دغسې فهرستونه تبادله کوي او هر هېواد د مقابل هېواد قونسلګرۍ ته اجازه ورکوي چې له خپلو بندیانو سره وګوري.

په همدې حال کې هند هم له پاکستان سره د هغو ۲۸۲ پاکستاني وګړو لېست شریک کړ چې په هند کې بندیان دي او په دې ډله کې ۷۳ تنه یې کب نیوونکي دي. نه هم هند او نه پاکستان په خپلو زندانونو کې د سیال هېواد د ملکي بندیانو په اړه نور جزییات ورکړي دي.

هند د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې پاکستان ته د ۲۶۳ بندیانو لېست سپارلی و چې له دې ډلې ۷۷ تنه یې کب نیوونکي وو.

پاکستان هم تېر کال د هغو ۲۷۰ هندي کب نیوونکيو او نورو ۴۹ وګړو لېست چې د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل نوي ډیلي ته سپارلی و.

هند او پاکستان هغه کب نیوونکي چې د دواړو هېوادونو له سمندري حدودو اوړي، نیسي. دغه کب نیوونکي چې د لارې د موندلو پرمختللي وسایل نه لري د ښه ښکار په نیت کله- کله له ټاکل شویو حدودو اوړي.

دغه بندیان د دواړو هېوادونو ترمنځ تر یو لړ مذاکرو وروسته خوشې کېږي، خو ځینې یې کلونه- کلونه له رسمي محاکمې پرته په زندانونو کې ساتل کېږي.

د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې هند په ۲۰۱۹م کال کې تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر ځانګړی موقف چې په اساسي قانون کې درج شوی و، ختم کړ.

XS
SM
MD
LG