د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر: د ښځو پر وړاندې زور زیاتی خدای ته توهین دی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر، د نوي میلادي کال په مناسبت په خپله وینا کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي غوښتنه وکړه.

پاپ فرانسیس پرون په واتیکان کې د وینا پر مهال د ښځو پر وړاندې زور زیاتی، خدای ته توهین وباله.

هغه زیاته کړه، د ښځو ځورول د خدای له توهین سره برابر عمل کړی، ځکه بشر له یوې ښځې پیدا شوی.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي غوښتنه وکړه.

پاپ فرانسیس وویل: "هغه څه چې میندې یې کوي، دا دي چې دوی پوهېږي پر خنډونو او شخړو څنګه برلاسي شي. دوی پوهېږي چې سوله څنګه په ذهنونو کې وټوکوي، ځکه دوی کولی شي ستونزې د بیا زېږون لپاره په فرصتونو بدل او وده ورکړي."

پاپ فرانسیس تېره میاشت په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې ویلي و، هغه کسان چې له ښځو سره زور زیاتی کوي، د یوه شیطاني عمل سبب کېږي.

راپورونه وايي، د کرونا وبا له کبله د خلکو د قرنطین کېدو پر مهال د نړۍ په زیاتو برخو کې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG