د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د بایډن او پوتین ټیلیفوني خبرې؛ د اوکراین کړکېچ او د روسیې-ناټو مذاکرات اجنډا وه


د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د اوکراین په پولو کې د کړکېچ له زیاتېدو سره سره بېګا د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره نږدې یو ساعته ټیلیفوني خبرې وکړې.

دا په تېره یوه میاشت کې د دوی دوهم وار خبرې دي.

د راپورونو له مخې د دوی خبرې تر ډېره د اوکراین په کړکېچ او د روسیې-ناټو په راتلونکو خبرو څرخېدې.

کرملېن وايي، جو بایډن د اوکراین پر سر د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې پر روسیې د پراخو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

د راپور له مخې ولادیمیر پوتین هم دا خبرداری ورکړی چې پر روسیې بندیزونه به له امریکا سره اړیکې جدي زیانمنې کړي.

امریکايي چارواکي وايي، دغه ټیلیفوني خبرې چې د ولادیمیر پوتین په غوښتنه شوې وې، د واشنګټن پر وخت د مازیګر په ۳:۳۵ بجو پیل او ۵۰ دقیقې یې دوام وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه بیان کې ویلي ولسمشر بایډن څرګنده کړې چې پر اوکراین د زیات برید په صورت کې به امریکا او متحدین‌یې پرېکنده ځواب ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه چې جو بایډن د راتلونکي کال په لومړیو کې کړ له روسیې سره د امریکا د دوه اړخیزو خبرو او د ناټو-روسیې شورا او په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان ترمنځ د خبرو په څېر له ډیپلوماتیکو هڅو خپل ملاتړ هم په ډاګه کړ.

هغې وویل: "په دې خبرو کې دوامداره پرمختګ یوازې د تاوتریخوالي د کمولو په شرایطو کې کېدای شي، نه د تاوتریخوالي د زیاتېدو په صورت کې."

اخوا د کرملېن د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف وايي، ولادیمیر پوتین هم جو بایډن ته خبرداری ورکړی چې هر ډول بندیزونه د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د خرابېدو لامل کېږي او دا به یوه لویه تېروتنه وي.

یوري اوشاکوف زیاته کړه چې روسیه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له ټیلیفوني خبرو څخه راضي ده. د هغه په وینا دغه خبرې پر هغو امنیتي تضمینونو متمرکزې وې چې مسکو یې له لوېدیځ څخه غواړي.

د کرملېن یوه برخه
د کرملېن یوه برخه

دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې وشوه چې د روسیې او اوکراین پر پوله تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په تېرو دوو مياشتو کې د اوکراين په شمال، ختيځ او سوېل کې د لسګونو زرو روسي پوځيانو ځاى پر ځاى کېدو د امريکا او لوېديځو هېوادونو اندېښنې راپارولې دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

روسیه پر اوکراین د برید پلان ردوي او وايي، د دې حق لري چې هر ډول چې وغواړي عسکر ځای پر ځای کړي.

XS
SM
MD
LG