د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د بښنې نړیوال سازمان: د افغان جګړې ښکیل لوري د زیامنو ملکیانو مسولین دي


ارشیف، د کندهار روغتون
ارشیف، د کندهار روغتون

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنشنل وایي، په افغانستان کې د حکومت ړنګېدل، له مکررو جنګي جنایتونو او بې رحمانه وینې توییدنې سره تړلي وو.

دې سازمان په هغه راپور کې چې نن چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) یې خپور کړې ويلي چې طالبان، امریکایي ځواکونه او افغان امنیتي ځواکونه ټول د هغو حملو مسول دي چې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو مخکې په دې هېواد کې شوي دي او ملکي وګړو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.

طالبان، امریکایي ځواکونه او افغان امنیتي ځواکونه د هغو حملو مسول دي چې د پخواني حکومت له ړنګېدو مخکې شوي.

په راپور کې ویل شوي هغه غیر قانوني اعدامونه او وژنې چې افغانستان کې د جګړې په وروستیو وختونو کې د طالبانو له خوا ترسره شوي او هم هغه تلفات چې د امریکایي او افغان امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې رامنځته شوي، مستند شوي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي او خلکو ته په مکرر ډول مرګ ژوبله اوښتې.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا کورونه، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه د جنایتونو پر صحنو بدل شوي

امنیسټي انټرنشل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له قوله وایي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۵۹ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۳۵۲۴ نور ژوبل شوي چې دا د تېرکال د همدې مودې پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې کله چې طالبانو افغانستان کې د ټولو ولسوالیو کنټرول په جولای او اګسټ میاشتو کې واخېست، قومي او مذهبي اقلیتونه او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي او نور هغه کسان چې د حکومت ملاتړي انګېرل کېدل، په غچ اخېستونکو حملو کې شکنجه ووژل شول.

په دې راپور کې د پنجشېر ولایت پر بازارک ولسوالۍ د سېپټمبر د شپږمې عملیاتو ته اشاره شوی او ویل شوي چې وسله والو طالبانو شااوخوا شل سړیان نیولي، دوه ورځې یې توقیف کړي او شکنجه کړي دي.

په راپور کې د ارمز په کلي کې د طالبانو له خوا د خلکو د کورونو د تلاشۍ یادونه شوې او ویل شوي چې طالبانو شپږ ملکي وګړي په ۲۴ ساعتونو کې په غیر قانوني توګه اعدام کړي دي.

په دغه راپور کې د طالبانو له خوا د کندهار په سپین بولدک کې هم د پخواني حکومت د کسانو د غچ اخېستونکو حملو او اعدامونو یادونه شوې ده.

خو د طالبانو ویاند او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته د بښنې د نړیوال سازمان په دغه راپور کې شوې ادعاوې رد کړې او هغه یې له حقیقت نه لېرې وګڼلې.

د طالبانو ویاند او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد د بښنې د نړیوال سازمان وروستۍ ادعاوې رد کړې .
د طالبانو ویاند او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد د بښنې د نړیوال سازمان وروستۍ ادعاوې رد کړې .

د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مسالې ته اشاره کړې، څلور هوایي بریدونه یې چې درې به یې امریکایي ځواکونو او یو یې افغان هوایي ځواکونو کړې وي، مستند کړي.

په دې حملو کې د اتو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي دي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، دغو حملو کې ډېری ملکي وګړي وژل شوي دي ځکه چې د امریکا متحدو ایالاتونو چاودېدونکي مواد د خلکو په ګڼ مېشتو سیمو غورځولي دي.

امنیسټي انټرنشنل د یوه سړي له قوله چې د کورنۍ غړي یې په یوه هوايي برید کې وژل شوي ویلي چې هېڅوک نه دي ورغلي او احوال یې نه دی اخیستی.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو او د امریکا له متحده ایالاتو غوښتي چې پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل کړي او د ملکي وګړو لپاره دې داسې پیاوړي او څرګند مېکانېزمونه جوړ کړي چې که هغوی ورته د رسېدلو زیانونو لپاره د تاوان غوښتنه کوي پر اساس یې اقدام وکړي.

امنیسټي انټرنشنل د دغه راپور لپاره د اګسټ له لومړۍ نېټې نه د اګست تر ۱۵ نېټې پورې په کابل کې تحقیقات کړي، له ۶۵ کسانو سره یې مستقیم خبرې کړي او په اګست او نوومبر میاشتو کې یې په لسو ولایتونو کې له ۳۶ قربانیانو او عیني شاهدانو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان څیړنیز لابراتوار همدارنګه د سپوږمکیو په ذریعه اخیستل شوي عکسونه، فلمونه، طبي شواهد هم څیړلي او د اړتیا په صورت کې یې له متخصصینو سره پرې خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG