د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

یوناما: طالبان دې د بشري حقونو د ټینګښت لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کړي


ارشیف، یو تن طالب په کابل کې د مېرمنو په لاریون کې
ارشیف، یو تن طالب په کابل کې د مېرمنو په لاریون کې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د برابر ټینکښت غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان په یوې تازه اعلامیه کې د بشري حقونو نړېوالو ورځ په اړه ویلي، په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې له هغې راهیسې چې طالبان واکمن شوي دي، د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو، حکومتي کار کوونکو، لاریون کوونکو، د رسنیو د کار کوونکو، لږکیو او د بشري حقونو د مدافعانو د وژل کېدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او جبري ورکېدو په اړه جدي اندېښنې موجودې دي او دغه سازمان یې په اړه اندېښمن دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو د بشري حقونو د برابر ټينګښت ژمنه کړې وه، خو لا هم نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، مېرمنې د کار اجازه نه لري او دوی نه شي کولی په ازاده ډول تګ راتګ وکړي.

دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو د برابر ټینګښت په برخه کې دې خپلې کړې ژمني عملي کړي.

یاد سازمان وړاندې ویلي چې طالبان د خپلو وعدو د عملي کېدو لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا لري.

له بلې خوا په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې 'روزمیري ډي کارلو' افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د پنجشنبې په ورځ په خپل تویټرپاڼه ولیکل چې طالبان باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

هغې وړاندې لیکلي چې په افغانستان کې یو ټول ګډونه حکومت، د بشري حقونو ټینګښت او د مېرمنو حقونو ته رسېدنه هغه موارد و چې باید طالبان په اړه جدي کار وکړي.

د اغلې ډي کارلو په وینا، په افغانستان کې یې د درې ورځني سفر په ترڅ کې دا وموندل چې اوس هم نجونې غواړي ښوونځیو ته لاړې شي، مېرمنې غواړي کار وکړي او بشري حقونه په سمه توګه ټینګ شي.

نوموړې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي چې دوی ته باید خپل حقوق ورکړل شي.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي دي: "په اسلام کې نارينه او ښځينه، تور او سپين ټول برابر دي او موږ د ټولو افغانانو د حقونو ورکولو ته ژمن يو، همدا راز پر نړۍ هم غږ کوو چې دې اصل ته ژمن پاتې شي او د نورو ملتونو ارزښتونو ته درناوی وکړي."

ښاغلي بلخي ویلي چې د بشر د حقوقو ورځ دي بشر ته په حق ورکولو ونمانځل شي نه په تشو شعارونو.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه شان د هغه اعلامیې هرکلی کړی چې شااوخوا ۲۱ اسلامي سازمانو او هېوادونو د افغانستان په اړه صادره کړې.

د اسلامي نړۍ ۲۱ سازمانونو او علماوو په افغانستان کې بشري ناورین د مخنیوي لپاره له ټولې نړۍ غوښتي چې افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته زور ورکړي او د افغانانو لاس نیوی وکړي.

دغه سازمان وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اسلامي هېوادونه د افغانستان سره په دې برخه کې همکار دي.

بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د دې اعلامیې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د روښانه راتلونکي لپاره یو ښه ګام دی.

دغه وزارت په خپل تویټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي هېوادونو دغه اعلامیه کولی شي په افغانستان کې د روانو حالاتو د کابو کېدو لپاره لاره اسانه کړي.

د نړۍ سازمانونه او اسلامي هېوادونه په داسې حال کې خپلې اندېښنې د افغانستان په اړه خپروي چې دغه هېواد کې خلک له هر بل وخت څخه په سخت اقتصادي ناروین کې ګير پاتې او د فقر کچه هم ورځ تر بلې په لوړېدو ده.

XS
SM
MD
LG