د کابل لوېدیځه دشت برچي سیمه، هغه چې په دې وروستیو څو ورځو کې د زیاتو چاودنو شاهد دی.
یوازې روانه اوونۍ په دغه سیمه کې درې چاودنې شوي چې دوه ملکي کسانیې وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د یادو درېیو چاودنو مسؤلیت داعش وسلهوالې ډلې منلی دی.
د کابل ښار لوېدیځ کې دغو چاودنو د سیمې خلک اندېښمن کړي. د دې سیمې اوسېدونکې جمیله بهادري وايي، هره ورځ چې له کوره راوځي د بېرته ستنېدو هیله نهلري.
د هغې په وینا له پخواني ړنګ شوي نظام سره اوسنی حالت هېڅ توپیر نهکوي، پخوا به بریدونه زیات کېدل، اوس خلک د بریدونو ترڅنګ لوږه او بېکاري هم کړوي.
اغلې بهادري زیاتوي: "د جمهوریت سره توپیر دا دی چې یوازې په سنګرونو کې جګړه نهشته، امنیت خو اوس هم سم نهدی ټینګ شوی، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ نا امنیو هم خلک اندېښمن کړي دي، هره ورځ چاودنې، هره ورځ ګواښ او هدف هم ټول ملکي خلک دي، هره ورځ چې له کوره وځم د یوې چاودنې انتظار باسم، طالبانو تر اوسه کوټلي ګامونه نهدي پورته کړي."
د کابل ښار بل اوسېدونکی اصف خان هم روانو نا امنیو سخت اندېښمن کړی دی.
دی وايي: "موږ داسې فکر کوو چې د طالبانو له راتګ سره به د بشپړ امنیت خاوندان شو، خو داسې ونهشوو، اوس هم چاودنې کېږي موږ یې سخت اندېښمن کړي یو."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې دیبرا لاینز د ملګرو ملتونو سازمان ته په ورکړل شوي راپور کې ویلي چې لا هم داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شتون لري.
طالبان که څه هم دا ادعا ردوي چې داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شته، خو وايي چې په ځینو ولایتونو کې فعالیت کوي.
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د داعش فعالیت په جدي ډول څاري او چاته اجازه نهورکوي چې د خلکو امنیت خراب کړي.
ښاغلي مجاهد وویل: "واقیعت دا دی چې داعش د افغانستان یو شمېر زونونو کې شته او فعالیت لري، خو موږ فعالیت په جدي ډول څارو او اجازه نهورکوو چې د خلک امنیت خراب کړي، داعش یو ګواښ ده او ستونزې جوړوي، خو په ټیټه کچه او موږ د دې ستونزې د حل په برخه کې یو."
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو وار بیا د داعش وسلهوالې ډلې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
د کابل پر هوايي میدان له انتحاري حملې بیا په کندز او کندهار کې د جمعې پر لمونځ کوونکو او د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون تر ډلهییز حملو او دا شان د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې پرلهپسې چاودنو لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ټولو بریدونو مسؤلیت داعش وسلهوالې ډلې په غاړه اخیستی دی.
سره له دې چې طالبان داعش وسلهواله ډله د ځان پر وړاندې جدي ګواښ نهګڼي، خو د دغې ډلې بریدونه ورځ تر بلې په هېواد کې زیاتېږي.