د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

یونېسف وایي په افغانستان کې د ماشومو نجونو د ودولو زياتېدو اندېښمن کړي یو


افغانې نجونې د لوبو پر مهال
افغانې نجونې د لوبو پر مهال

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف (UNICEF) افغانستان کې په وړوکوالي کې د نجونو د ودولو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

دغې ادارې پرون په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، داسې کره راپورونه‌یې ترلاسه کړي چې ښيي ځینې کورنۍ د ولور په بدل کې خپلې ۲۰ ورځنۍ وړې نجونې هم د چا په نوم کړې دي.

دغې ادارې ویلي، د بې‌وزلۍ له کبله د وړو ماشومانو د خرڅولو پېښې هم زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره اټکل کوي چې په افغانستان کې ۲۸ فیصده نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

په تصویر کې وړې دوه ماشومانې چې د بې‌وزلۍ له امله‌يې کورنۍ د پیسو په بدل کې خرڅې کړې دي.
په تصویر کې وړې دوه ماشومانې چې د بې‌وزلۍ له امله‌يې کورنۍ د پیسو په بدل کې خرڅې کړې دي.

د یونېسف په وینا د دوی همکارو ادارو، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کلونو کې هم د وړو نجونو د ودلو ۱۸۳ قضیې، دغه راز یوازې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د وړو ماشومانو د خرڅولو ۱۰ قضیې ثبت کړي، چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او ۱۷ کلونو ترمنځ وو.

ازادي راډیو هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ځینې کورنۍ وايي، له مجبورۍ د خپل اولاد خرڅولو ته اړې شوې دي.

د غور ولایت د اوسېدونکې یګانې په څېر‌ زیاتې کورنۍ وايي د اقتصادي ستونزو له کبله د خپلو ماشومانو خرڅولو ته مجبوره شوې دي.

هغې ازادي راډیو ته وویل، د خپلې شپږ میاشتنۍ لور د تداوۍ پیسې یې د کلي له یوه ملک څخه د ولور د یوې برخې په توګه پور کړي.

یګانه وایي: "موږ ډېر بې‌وزله خلک یو، پیسې مو نه‌درلودې چې د دې درملنه وکړو. دا مې د کلي یوه شتمن کس ته په نوم کړه او نیم ولور مې ورڅخه واخیست. اوس مې درملنې ته راوستله. کله چې بېرته لاړ شو، دا څوک غټېدو ته نه‌پرېږدي، دوی به‌یې د پیسو د ورکړې له کبله راڅخه بیايي."

ارشیف؛ د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې ماشومانې
ارشیف؛ د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې ماشومانې

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي، د کرونا وبا، د ژمي راتګ او د خوړو د کموالي بحران په افغانستان کې د کورنیو وضعیت لا خراب کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته نړیوالو ادارو د افغانستان د اقتصادي رکود، د بشري بحران د پراخېدو او د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM»ویلي، په افغانستان کې شااوخوا پنځه ملیونه او پنځه لکه بې‌ځایه شوي کسان اساسي مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې مرستیال، اش کارل (Ash Carl) له کابله، د بي بي سي په هغه مرکه کې چې پرون د «IOM»پر ټویټر خپره شوې ویلي: "وضعیت ډېر په خرابېدو دی. په افغانستان کې پنځه ملیونه او پنځه لکه کسان بې‌ځایه شوي چې په دې شمېر کې د سږکال څه باندې شپږ لکه او ۸۲ زره بې‌ځایه شوي شامل دي. دا واقعاً هغه څو اړخیز بحران دی چې نن سبا ورسره په افغانستان کې مخامخ یو. دا په داسې حال کې ده چې سخت ژمی هم راروان دی."

طالبان وايي په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره‌يې له ګڼو هېوادونو د مرستو غوښتنه کړې چې ځینو یې خپلې مرستې افغانستان ته رسولې دي.

د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "ځینو هېوادونو چې مرسته کړې په هغه کې قطر، متحده عرب امارات، روسیه، ایران، پاکستان او نور هېوادونه شامل دي چې مرستې یې رارسېدلې دي. نورو هېوادونو هم لکه ازبکستان، ترکمنستان او نورو هم ژمنه کړې ده. اوس هم د روسیې د مرستو محموله پر ۱۷م تاریخ کابل ته رسېږي. دا مرستې چې موږ ته ورسېږي، موږ یې اړو کسانو ته رسوو."

ذبیح‌الله مجاهد وايي په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د ګڼو هېوادونو مرستې رارسېدلې دي
ذبیح‌الله مجاهد وايي په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د ګڼو هېوادونو مرستې رارسېدلې دي

په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په یوه کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو ميلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه، ورپسې په اکټوبر میاشت کې اروپايي ټولنې هم له افغانستان سره د یو ميلیارد یورو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه وکړه.

دغو سازمانونو ویلي، دا بشري مرستې به د خپلو ادارو له طریقه لګوي او طالبانو ته به نه‌ورکول کېږي.

په همدې حال کې یونېسف ویلي چې په افغانستان کې په راروانو میاشتو کې د ټولنیزو خدماتو پروګرامونه پراخوي چې د بې‌وزلۍ په کمېدو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG