د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

'م.م': پولنډ او بېلاروس دې د پناه غوښتونکو 'نه زغمونکی' ناورین پای ته ورسوي


د بېلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله
د بېلاروس او پولنډ ترمنځ ګډه پوله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره مېشل باشله وایي، نړیوال قوانین دا نه ایجابوي چې یو څوک د پناه غوښتنې له حقه منعه شي.

نوموړې پرون چهارشنبه (د لړم ۱۹مه) دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې پولنډي چارواکو وویل، څو ځله یې خپلې خاورې ته د بېلاروس له خوا د ورتلونکو پناه غوښتونکو مخه نیولې ده.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس ویلي، اروپایي ټولنه پر بېلاروس نوېو بندیزونو ته ځکه چمتوالی نیسي چې د دغه هېواد او پولنډ ترمنځ پوله کې د کډوالۍ ناورین جدي شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي پرون په بروکسل کې د اروپایي پارلمان غونډې ته وویل چې دغلته له کډوالو سره تاوتریخوالی هم کېږي: "که اروپا کې وضعیت ته ژور وکتل شي، دا ازمېښتونه هغه غبرګونونه نه توجیه کوي چې ځینو سیمو کې د کډوالو پر وړاندې ښودل شوي. دا غبرګونونه غیر مسولانه او د پردیو د ډارونې پر بنسټ دي. کډوالو ته دیوالونه جوړ شوي، اغزن سیمونه ورته درول شوي، په تاوتریخوالي شړل کېږي، کله نا کله هغوی لغړوي او اوبو ته یې اچوي، یا یې پریږدي چې ډوب شي. اروپایي ټولنه د قانون د حاکمیت پر بنسټ جوړه شوې او کولی هم شي چې ښه چلند وکړي، د قانون د حاکمیت برخه کې باید دا ټولنه نورو ته نمونه وي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي

ملګرو ملتونو د بېلاروس او پولنډ پولې ته نژدې د راټولو شوېو سلګونو پناه غوښتونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

دوی ویلي، دغلته باید له کډوالو او پناه غوښتونکو ناوړه ګټه اخیستنه پای ته ورسیږي او د سیاسي فشار په توګه باید ونه کاریږي.

اروپایي ټولنه بېلاروس تورنوي چې د دوی د بندیزونو په غبرګون کې په لوی لاس له خپلې خاورې کډوالو ته لاره برابروي چې اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي.

له دې وړاندې نورو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو هم د پولنډ پولې ته نژدې د کډوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان هم د دې کډوالو پر وضعیت اندیښنه ښودلې.

دغلته له تېرې اګسټ میاشتې راهیسې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي هم بند پاتې دي چې څو ځله پولنډ له خپلې خاورې بیرته شړلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې سمیرا حمیدي له کډوالو سره د پولنډي چارواکو چلند غندلی دی.

دې ویلي، د افغانستان شرایطو ته په پام هېوادونه باید د افغان پناه غوښتونکو هرکلی وکړي او خپلې پولې ورته پرانیزي.

افغانانو د تېر حکومت په وخت او په ځانګړي توګه د طالبانو له راتګ وروسته کډوالۍ ته ډېره مخه کړې ده.

پرون د ناروې د کډوالو شورا وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شااوخوا درې لکه افغانان یوازې ایران ته کډوال شوي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG