د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

سوریايي بې ځایه شوې کډواله: غواړم مشهوره فیشن ډیزاینره شم


اته دېرش کلنه سمر مغربي
اته دېرش کلنه سمر مغربي

په سوریه کې د جګړو له کبله د یوې هغه بېځایه شوې کډواله ښځه چې اوس د جامو طراحه ده د خپلې کورنۍ مالي چارې پر مخ وړي.

اته دېرش کلنه سمر مغربي د څلورو کوچنیانو مور ده، نوموړې وايي: "زما هدف دا دی چې یو مشهوره فیشن ډیزاینره شم او د یوې داسې ښځې په توګه چې ماتې نه مني، د خپل هېواد نوم روښانه کړم."

تر کلونو سختیو وروسته، مغربي اوس هره ورځ په خپل سالون کې کار کوي، چېرته چې دا جامې ډیزاینوي. په دې کار سره دا د خپلې کورنۍ مصارف هم پوره کوي.

مغربي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سوریې په دمشق کې د جګړې له کبله له خپله کوره بې ځایه شوه.

مغربي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هغه مهال د دې د مېړه مخې ته د هغه ورور ووژل شو او دې پيښې د دې مېړه په ذهني ناروغۍ اخته کړ.

دا وايي چې له همدې کبله یې مېړه ناروغ شو او خپل کار ته یې دوام نه شو ورکولی، خو دې هیله له لاسه ورنه کړه او پرېکړه یې وکړه چې خپلې ستونزې به په فرصتونو بدلې کړي.

مغربي غوښتل چې یو ځای وظیفه تر لاسه کړي او لومړی یې د خپلو کوچنیانو په ښوونځي کې کار پیل کړ چې هغوی ته نېږدې پاتې شي.

وروسته یې اوبدل پیل کړل او د خپلو مهارتونو د ښه کولو لپاره یې د یوې خیریه موسسې سره کورس بشپړ کړ.

دوه کاله مخکې، مغربي د کالو ګنډلو خپل سالون جوړ کړ. دا د خلکو جامې ګنډي، خپل ډیزاینونه جوړوي او نورو ته ګنډل ور زده کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG