د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د عراق د صدراعظم پر کور برید؛ مصطفی  الکاظمي ژوندی وتلی


د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي
د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي

د عراق په پلازمېنه د بغداد ښار په ګرین زون کې چې کلک امنیت لري، نن سهار راکټي حمله وشوه. دا برید چې ددې هېواد د صدراعظم مصطفی الکاظمي پر کور شوې وه نوموړی ترې ژوندی وتلی دی.

دا خبره د صدراعظم مصطفی الکاظمي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په دې برید کې د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي نن د ده پر کور له راکټي حملې ژوندی وتلی دی.

د عراق په ګرین زون کې حکومتي ودانۍ او سفارتونه دي. د حکومت په اعلامیه کې په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي او تر اوسه د دې حملې مسولیت هېڅ چا نه دی منلی.

الکاظمي په یوه ټویټ کې له خلکو غوښتي چې د عراق په خاطر ارام پاتې شي.

وروسته ده په ټلوېزیوني وینا کې وویل: "راکټي او ډرون حملې هېوادونه نه جوړوي او نه هم راتلونکی سموي."

امریکا دا حمله غندلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل: "موږ خوښ شو چې صدراعظم ته زیان نه دی رسېدلی. دا د ترورېزم ښکاره عمل چې موږ یې په سختو ټکو غندو، د عراق زړه یې هدف ګرځولی وو. موږ له عراقي امنیتي ځواکونو سره په نېږدې تماس کې یو چې د عراق د خپلواکي ساتلو مسئولیت لري او موږ د دې حملې په اړه په تحقیقاتو کې د همکاري وړانديز کړی دی."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي خوښ دی چې صدراعظم ته زیان نه دی رسېدلی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي خوښ دی چې صدراعظم ته زیان نه دی رسېدلی.

په عراق کې د ایران پلوه ډلو سلګونو ملاتړي د ګرین زون د یوې دروازې مخې ته د اکتوبر له لسمې راهیسې د پارلماني انتخاباتو د نتایجو په اعتراض کې لاریونونه کوي.

وروستي لاریونونه د نوومبر په شپږمه وشول. یوه ورځ مخکې تردې یو اعتراش کوونکی له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او ګڼ نور ټپيان شول.

لاریون کوونکي د انتخاباتو نتایج ردوي چې دوی وبایلل. دوی نوومبر په شپږمه په لاریون کې د الکاظمي عکسونو ته اور ورته کړ او هغه یې جنایتکار وباله.

د انتخاباتو په لومړي نتایجو کې فتاح اییتلاف چې د ایران پلوه ګڼ ګوندي ملېشه شبکې حشد الشعبي‎ سیاسي مټ ګڼل کیږي، په پارلمان کې ګڼې څوکۍ له لاسه ورکړې.

د دې ډلې پلویانو د انتخاباتو نتیجه درغلي بللې او د ګرین زون مخې ته له درو اوونیو راهیسي يې د اعتراض خیمې وهلي دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG