نړۍ
د عراق صدر اعظم د بې پیلوټه الوتکې له بریده روغ وتلی دی
د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي د بې پیلوټه الوتکې له یوه بریده روغ وتلی دی.
د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار په شنه ساحه یا تر ټولو خوندي سیمه کې د نوموړي کور نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) سهار وختي په توغندي وویشتل شو.
په خبرپاڼه کې دا برید د " ترور ناکامه هڅه " بلل شوې ده او ویل شوي چې الکاظمي ته په کې هېڅ زیان نه دی رسیدلی.
سملاسي د برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.
عراق کې وروسته تردې کړکیچ زیات شوی چې ایران پلوه ملېشو د تېرې میاشتې پارلماني ټاکنو پایله ونه منله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او ښکاره ترهګریز عمل یې بللی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
چین منځني ختیځ ته ځانګړی استازی استوي، هدف یې د شخړو د هواري منځګړیتوب دی
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ له خپل عربستاني او اماراتي سیالانو سره په خبرو کې ویلي، چین منځني ختیځ ته یو ځانګړی استازی لیږي چې د منځګړیتوب لپاره اقدام وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو په پنځمه ورځ دغه څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له دغو عرب چارواکو سره په خبرو کې د هغوی له زغمه مننه کړې او ویلي یې دي چې ملکیان باید خوندي شي او د انرژۍ د تاسیساتو په ګډون پر ملکي اهدافو بریدونه ونه شي.
چین د خپلو تېلو زیاته اندازه له منځني ختیځه تامینوي.
دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ د بازار د تحلیل شرکت کپلر وایي، په هرموز تنګي کې د تیلو د بیړیو تګ راتګ ۹۰ په سلو کې کم شوی دی.
هند او انګلستان د شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخامخ دي
د کریکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن هند او انګلستان د دغه جام دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخامخ کیږي.
دا لوبه د کابل په وخت ماښام شپږ بجې د ممبي په کریکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د دغه جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پرون نیوزلنډ او جنوبي افریقا سره مخامخ و چې لوبه نیوزلنډ په ۹ ویکټو وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
پایلوبه راتلونکې یکشنې د مارچ اتمه ترسره کیږي.
سینټکام: "نن ورځ ان یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده"
د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام وایي، ځواکونو یې تر اوسه د یوه اوبتل په ګډون د ایران ۱۷ بېړۍ له منځه وړي او نږدې دوه زره هدفونه یې په ایران کې په نښه کړي دي. د سینټکام قومندان برد کوپرد سې شنبې په ورځ د مارچ په دریمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل : " نن ورځ حتی یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده."
نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې له ۵۰ زرو څخه زیات پوځیان، ۲۰۰ جنګي الوتکې، دوه الوتکه وړونکې بېړۍ او امریکایي بم غورځوونکې الوتکې برخه لري او نور پوځي تجهیزات او ځواکونه هم سیمې ته د رسېدو په حال کې دي.
کوپر همدارنګه وویل چې امریکا او اسرائیل تر اوسه پرایران دوه چنده د هغو بریدونو ترسره کړي چې امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د یرغل په پیل کې کړي و.
په عین حال کې د قطر دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران یو بالستیک توغندی ، په قطر کې د العدید پر پوځي اډې ولګېد. دا اډه په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه بلل کېږي.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري د توغول شویودوو بالستیک توغندیو یویې د هوايي مدافعې سیستمونو شنډ کړی خو بل ترې تیرشوی او پردې اډې لګیدلی. د وزارت په وینا په دې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
ایران تېر کال هم پرخپل اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په ځواب کې دا اډه په نښه کړې وه.
ولسمشر ټرمپ: ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي.
ټرمپ د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۳مه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریخ میرڅ سره د کتنې په مهال وویل: "لوی او پراخ بریدونه همدا اوس روان دي."
هغه خبرداری ورکړ: "دوی (ایران) نور هوايي دفاع نه لري، نور هېڅ ډول د کشف سیستمونه هم نه لري، نوهغوی به ډیرسخت زیان وویني."
ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران د ستر مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران د مشرتابه ډېری غړي د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي چې دې کار رژیم له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی دی.
هغه وویل: "ډېری هغه کسان چې زموږ په پام کې وو، وژل شوي دي. اوس بله ډله شته چې د راپورونو له مخې ښايي هغوی هم وژل شوي وي."
اروپايي ټولنه؛ ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې وايي،" په ۲۰۲۵کال کې د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې شل سلنه کموالی راغلی دی".
خو دغو ادارو خبرداری ورکړی چې ښايي په ایران کې روانه جګړه د کډوالۍ بې سارې څپه رامنځته کړي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارو په هغه راپور کې چې د ایران د جګړې له پیل وړاندې خپور شوی راغلي" که چیرته د ایران د نفوس یوازې لس سلنه خلک کډوالۍ ته اړ شي نو دا به د وروستیو لسیزو د کډوالۍ تر ټولو لویه څپه وي".
تمه ده د را روانې پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې ۲۷غړي هېوادونه اروپا ته د ورتلونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
اروپايي هېوادونو په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۸۲۲ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې دا د تیر پرتله ۱۹سلنه کموالی ښيۍ.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴کال کې ۱۱سلنه کموالی ثبت شوي و.
تیرکال افغانان د هغوو کډوالو په قطار کې وو چې د پناه تر ټولو ډیر غوښتنلیکونه يې ورکړي دي.
د ایران د جګړې له کبله ۳زره الوتنې لغوه شوي او نژدې یو میلیون مسافرین متاثره شوي دي
د سیریوم په نوم د هوايي چلند د تحلیل یو شرکت وايي، "پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته شاوخوا ۳زره الوتنې لغوه شوي دي".
د دغه شرکت په ټکو، نژدې یو میلیون مسافر د دې الوتنو له لغوه کیدو کیدو متاثره شوي.
دا په داسې حال کې دی چې د سه شنبې په ورځ یو شمیر الوتنې بیرته پیل شوې خو لا ډیرو هېوادونو خپل هوايي حریمونه تړلي دي.
له خلیج هېوادونو څخه د الوتنو د ټکټونو بیې هم په بې ساړې کچه لوړې شوي دي.
په عین حال کې اروپايي ټولنې اعلان کړی چې له منځنۍ ختیخه د خپلو وګړو د ایستلو پراوزونه يې پیل کړي دي.
امریکا او اسراییلو پر ایران د شنبې په ورځ برید وکړ چې په ځواب کې يې ایران د منځنۍ خیتځ په هېوادونو کې امریکايي اډې په نښه کړې.
ولسمشر ټرمپ؛ ایران له امریکا مخکې د برید پلان درلود
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"ایران له امریکا متحده ایالاتو مخکې د برید پلان درلود".
هغه دا خبره سه شنبه د (مارچ۳ مه) په سپینې ماڼې کې د جرمني له صدراعظم فردریش مرتس سره په یوې کتنې کې خبریالانو ته وکړه.
د ټرمپ په ټکو،"فکر کوم هغوي (ایرانیانو) غوښتل چې لومړی برید وکړي او ما نه غوښتل چې داسې یو څه وشي".
هغه وړاندې وویل، "ځکه مې پر ایران د برید امر وکړ چې د خبرو اترو له دریدو سره مې داسې "احساس وکړ" چې ایران پر امریکا د برید پلان لري".
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په جینوا کې د ایران او امریکايي مرکچیانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته تمه وه چې د مذاکراتو بل پړاو پیل شي.
د ټرمپ په ټکو، "پر ایران د برید بده پایله به دا وي چې په دې هېواد کې د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای په څیر بل مشر په کار پیل وکړي".
هغه وویل،"کیدای شي دا کار وشي، خو موږ نه غواړو چې دا کار وشي".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران خپل ټولو هوايي او سمندري بریدونه بریالي وبلل.
د هغه په ټکو، "تقربیا د ایران هر څه له کاره لویدلي دی".
ټرمپ وايي، "ایران لا هم دمنځنۍ خیتځ پر هېوادونو توغندي توغوي خو بالاخره به دا توان له لاسه ورکړي".
امریکا او اسراییلو په ګډه د شنبې په ورځ پر ایران برید وکړ چې لا هم دوام لري.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې ۷ برمته کړي پاکستاني پوځیان وژلي
د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچستان لېبریشن ارمي) وسله والې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان هغه ۷ سرتېري یې وژلي دي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې یې نيولي وو.
دې بېلتون غوښتونکې ډلې د مارچ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې غوښتل یې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو له لارې هغه بندیان تبادله کړي خو په وينا یې چې د خبرو اترو وخت ختم شو.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې پخوا د هغو سرتېرو يوه ويډيو خپره کړې وه چې په خپلواک ډول یې کره والی تایید یا رد شوی نه دی.
تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا ډله د پاکستان او امريکا لخوا ترهګره ګڼل کېږي.
ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد په جګړه کې د بریتانیا پر نه ګډون نیوکه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پر ایران د اسرائیل او امریکا په لومړنیو بریدونو کې د بریتانیا پر نه ګډون یو ځل بیا نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې دا اړیکه نور د پخوا په شان نه ده.»
د امریکا ولسمشر د سېشنبې په ورځ (۱۲ حوت) له سن ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره بریتانیا ته اړتیا نه لري، خو زیاته یې کړه چې د دغه هېواد صدراعظم «باید مرسته کړې وای».
هغه همداراز فرانسه داسې هېواد وباله چې د ده په وینا په دې موضوع کې یې «عالي» عمل کړی، او زیاته یې کړه چې د بریتانیا دریځ له نورو متحدانو سره توپیر درلود.
د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر د یکشنبې په ماښام اعلان کړی و چې امریکا ته به اجازه ورکړي څو د دفاعي بریدونو لپاره د بریتانیا له پوځي اډو کار واخلي. خو د ایران پر ضد په لومړني برید کې له دغو اډو څخه کار نه و اخیستل شوی.
د ایران د وژل شوي مشر د میرمنې مړینه هم تایید شوه
ایراني رسنیو د اسراییلو په برید کې دایران د وژل شوي مشر ایت الله خامنه ای د میرمنې منصوره خجسته باقرزاده مړینه هم تایید کړه.
د ازادې اروپا راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د دوشبنې په ورځ ( د کب په ۱۱مه ) رپوټ ورکړ چې د خامنه اي میرمن په برید کې د کوما حالت ته تللې وه چې اوس یې سا ورکړه.
په ایران باندې بریدونو کې د خامنه ای د یوې لور ، نګور او زوم په شمول د کورنۍ یوشمیر نورغړي هم وژل شوي دي.