د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د تحریک لبیک پاکستان لاریونونه؛ چارواکي: پنجاب کې ۴ پولیس افسران وژل شوي


پاکستاني پولیس د لاریون پر مهال
پاکستاني پولیس د لاریون پر مهال

د پاکستان امنیتي چارواکي لاهور ښار ته نژدې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او د سلګونو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د پنجاب د پولیسو یوه ویاند وویل، د تحریک لبیک پاکستان له غړیو سره د لاهور په لمن کې د شیخپوره پر لویه لار پرون نښته وشوه.

د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان له غړیو سره تفنګچې او ماشیندار وو چې پر هغو امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې چې مظاهره چیان یې څارل.

رویټرز اژانس د پنجاب د پولیس د مشر راو سردار علي خان په وینا خبر ورکړ چې د پولیسو لږ تر لږه څلور افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تحریک لبیک پاکستان ویاندویانو هم د دې ډلې د یو شمېر فعالانو د وژل کېدو یا ټپي کېدو خبر ورکړی دی، خو کره شمېره یې نه ده ویلې.

د دې اسلامي ډلې چې فعالیت یې بند دی په زرګونو پلویان د جمعې له ورځې را په دې خوا د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورنو د خپرېدو له امله چې یوې فرانسوۍ طنزیه مجلې خپاره کړي وو، د پاکستان تر ټولو مزدحمه لویه لار بنده کړې ده او دوې غوښتنې لري، حکومت دې د فرانسې سفیر له اسلام اباده وباسي او د دوی زنداني مشر دې خوشې کړي.

له څو ورځو نښتو وروسته چې تېره اوونۍ په کې د پولیسو درې افسران هم وژل شوي وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزرات امر وکړ چې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دې په سیمه کې ملېشه ځواکونه ځای پرځای شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خبریالانو ته وویل چې ملېشه ځواکونه به دوې میاشتې په دې سیمه کې وي او دوی کولی شي چې د پنجاب هرې سیمې ته چې غواړي ولاړ شي.

شیخ رشید د تحریک لبیک پاکستان غړیو ته خبرداری ورکړی دی چې له سیمې ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خبریالانو ته وویل چې ملېشه ځواکونه به دوې میاشتې په دې سیمه کې وي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خبریالانو ته وویل چې ملېشه ځواکونه به دوې میاشتې په دې سیمه کې وي

دا د دې ډلې درېیم اعتراضي کمپاین دی چې له دوه زره اوولسم کال راهیسې یې د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کاریکاتورونو لپاره یې کوي.

فرانسوۍ مجلې شارلي ابدو لومړی ځل دا کاریکاتورونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې خپاره کړي وو او پروسږکال یې هغه وخت بیا خپاره کړل چې د هغو افراطي مسلمانانو محاکمه پیل شوه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې په پاریس کې د دې مجلې پر دفتر خونړۍ برید کړی و.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي دي، حکومت به له زوره کار واخلي، څو د تحریک لبیک پاکستان غړي اسلام اباد ته داخل نه شي ده خبریالانو ته وویل چې تراوسه حکومت له زغمه کار اخیستی دی، خو که همداسې ګواښ وي، نو تردې وروسته یې حکومت نه شي زغملی.

د ګرینډ ټرنک روډ شااوخوا لارې بندې شوي دي او د لاهور چارواکو مخکې لا ښار ته د تګ او راتګ پر لارو په دې سیمو کې کانټینرونه ځای پرځای کړي وو.

XS
SM
MD
LG