د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۹

ایران کې د افغانستان په اړه غونډه؛ طالبان: هیله ده ستونزو ته حل لارې ولټول شي

تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته
تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته.

د افغانستان په اړه په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډې ته د ایران د د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېڅ ګاونډي ته د افغانستان له خاورې خطر نه‌پېښېږي.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، عبداللهیان دا خبره نن دغې غونډه کې وکړه.

عبداللهیان په دې غونډه کې په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت په جوړېدو او له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار وکړ، خو په افغانستان کې يې د داعش وسله‌والو د ممکنه حضور په اړه اندېښنه وښوده.

ده زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو په تېره بیا داعش فعالیت زیات شوی دی.

نوموړي په افغانستان کې د داعش وروستیو حملو ته چې سلګونه شیعه افغانان په‌کې ووژل شول اشاره وکړه او ویې‌ویل چې دغه وسله‌واله د افغانستان په جغرافیه کې شته او د حملو توان هم لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان

ده دغه‌شان وویل، په‌کار ده چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون یو پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

نوموړي وویل د سیمې هېوادونه باید پر طالبانو د خپل نفوذ نه په ګټې طالبان د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته وهڅوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه غونډه کې ته په یوه وېډیويي پیغام کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان د بشپړ واک تر نیولو وروسته د بشري حقونو د سرغړونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي ګوترش دا هم وویل چې افغانستان له مخ په زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دی چې سمدستي اقدام ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د هڅو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه له طالبانو سره د افغانانو د بشري مرستو په برخه کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

په دې غونډه کې په ایران کې د بېلابېلو هيوادونو سفیرانو هم برخه اخیستې، خو طالبانو ته په‌کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

طالبان وايي هیله ده چې په دې غونډه کې د افغانستان ستونزو ته حل‌لارې ولټول شي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه غونډې په اړه وايي: "اسلامي امارت له ټولو هغو مجالسو او تحرکاتو څخه چې هېوادونو کې بېلابېلو جوړېږي او په یو ډول نه یو ډول د افغانستان مسایل په‌کې مطرح کېږي، هیله دا ده چې د افغانانو سره د همکارۍ یوه روحیه رامنځته او د دوی لاسنیوی وکړي او دغه‌شان له اسلامي امارت سره د تعاملاتو په برخه کې همکاري وکړي."

ښاغلی کریمي وايي، دی هیله‌من دی چې دا شان غونډې به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع سره هم مرسته وکړي.

تر دې مخکې ويل شوي چې د ایران په غونډه کې به په سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي ثبات، د کډوالو پر ستونزو او په افغانستان کې په یو ټول‌شموله حکومت بحثونه کېږي.

په ایران کې د افغانستان په اړه په غونډه کې د چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، او روسیې د بهرنیو چارو وزیران برخه لري.

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به دې غونډې ته پر لیکه وینا وکړي.

(ښی-کین) د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران سرګي لاوروف او وانګ يي
(ښی-کین) د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران سرګي لاوروف او وانګ يي

د تهران نننۍ غونډه د مسکو تر غونډې یوه اوونۍ وروسته پرانیستل کېږي، هلته د افغانستان د ګاونډیو او د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو برخه اخیستې وه، په هغه غونډه کې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و او ټینګار یې وکړ چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي، خو د کوربه هېواد، روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، که طالبان ټول‌شموله حکومت جوړ نه‌کړي، بشري حقونه رعایت نه‌کړي، نو حکومت‌یې په رسمیت نه‌پېژني.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG